لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان مشرتابه او پاکستاني پوځي سرلښکر ليدنه د څيړونکو په نظر کې


د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د يکشنبې په ورځ د کابل سفر کړی او افغان صدر اشرف غني سره يې ليدلي دي.
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د يکشنبې په ورځ د کابل سفر کړی او افغان صدر اشرف غني سره يې ليدلي دي.

څيړونکي وايي د پاکستاني پوځ د سرلښکر د کابل د سفر نه دومره خوشبينه کېدل نه دي پکار، ځکه چې دغه ډول سفرونه وړاندې هم شوي دي، دواړو ملکونو له به باور رامنځته کول او عملي ګامونه پورته کول وي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د يکشنبې په ورځ د کابل سفر کړی او افغان صدر اشرف غني سره يې ليدلي دي.

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډيئر سعدمحمد وايي، د دغه ډول سفر او ليدنو سره په تاؤ تريخوالي کې کمی راتلی شي خو دا د مسلې حل نه دی ځکه وړاندې دغسې تګ راتګ شوی خو کومې پايلې يې نه دي لرلي.

"د سفرونو نه علاوه پاليسو ته کتل پکار دي، او تر څو چې دواړو ملکونو په خپلو رویو کې فرق نه وي راوستی او يو بل ته یې باور نه وي ورکړی نو نه ښکاري چې کوم ښکاره بدلون راشي".

نوموړي وويل افغانستان د پاکستان نه ډېرې تمې لري او ښکاري چې د پاکستان اثر اوس هلته دومره نه دی پاتې نو پاکستان له به افغانستان په دې پوهه کول او دغه باور ورکول وي.

هغه زياته کړه دغه رنګ افغانستان له په خپله هم په ملک کې ګامونه پورته کول پکار دي.

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ څخه خپور شوي بيان کې ويل شوي،"افغان صدر اشرف غني د پاکستاني پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی فصل بللی او ويلي يې دي د رامنځته شوې مناسبې فضا په خاطر باید عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په واضح ډول رامنځته شي".

د بيان ترمخه" پاکستاني لوري ژمنه کړې چې هیواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د میکانیزم ملاتړ کوي".

خو په دغه ليدنه خپله تبصره کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل خبرداری ورکړی چې د افغانستان د سولې او امنیت په چارو کې باید په ګاونډي پاکستان هیڅ باور ونشي.

نوموړي د امريکا غږ سره په خبرو کې ویلی چې پاکستاني پوځيان په افغانستان کې پوځي او سیاسي لاسوهنې کوي خو اوس د امریکا د فشار له کبله غواړي خپله تګلاره په تکتیکي ډول بدله کړي.

جنرال باجوه په داسې حال کې د کابل سفر کړی چې د ستمبر په مياشت کې افغان صدر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وېنا کې په پاکستان د سولې او ترهګرۍ ضد په ګډه د کار کولو غږ کړی ؤ.

او له هغې وړاندې د اګست په مياشت کې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې چې په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

د افغانستان ملي امنيت يو بل پخواني سلاکار او سياستمدار د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان سفر په اړه په ټويټر ليکلي،

"افغان حکومت خوشبین دی چې جنرال باجوه کابل ته لاړ خو مونږ له دې انتظار کول نه دي پکار چې پاکستان به خپل پېدا کړي د حقاني ترهګرو په ضد ګام پورته کړي".

هغه ويلی، "د پاکستان د پوځ مشر د امریکې د فشار نه کابل ته تلی چې د سولې په لړ کې خپله ژمنه پوره کړي يا د افغانستان د ملي يووالي حکومت نه د ترهګرو په رعايت وغواړي".

د ارګ ترمخه په بيان کې ويل شوي چې د ښاغلي غني سره د جنرال باجوه "په دې کتنه کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمې دامنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې شوي دي".

افغانستان او پاکستان د اوږدې مودې نه په يو بل تورونه لګوي چې خپله خاوره د بل په ضد کاروي او دواړه بيا دغه تورونه ردي هم.

څيړونکي وايي دواړو له به باور رامنځته کول او د ترهګرۍ په ضد د عملي ګامونو ترڅنګ په ليدنو کې شوې ژمنې پوره کول د دواړو هېوادونو په ګټه تماميږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG