لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان هوايي ځواک خپل امنيتي سرتيري په نخښه کړي


په ګرشک کې د تېرو څو اوونيو راهسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

افغان چارواکو ويلي په هلمند کې د هوايي ځواک په يو بريد کې يې لږ ترلږه نهه امنيتي سرتيري وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري دغه پېښه تاييد کړې خو په اړه يې نور تفصيل نه دی ورکړی، د چارواکو په وېنا بريد افغان هوايي ځواک کړی دی.

د هلمند د ګورنر وياند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، افغان هوايي ځواک د اتوار يا يکشنبې په مازيګر په غلطۍ سره په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو سرتيري په هدف کړي دي.

په ګرشک کې د تېرو څو اوونيو راهسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په هلمند کې يو پوځي چارواکي جنرال ولي احمداحمدزي ويلي افغان هوايي ځواک په غلطۍ سره د ملي امنيت په سرتېرو بمباري کړې ده.

راپورونه وايي پېښه کې ژوبل سرتيري د هلمند پوځي روغتون ته وړل شوي او د ځينو حالت پکې نازک ښودل شوی دی.

نزدې يوه میاشت وړاندې هم په ګرشک کې د پوځي عملياتو په مهال په يو هوايي بريد کې په غلطۍ سره ۱۶ تنه پوليس وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG