لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو په عملياتو کې اووه پاکستاني طالبان وژلي


د پاکستان قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ سره په پوله جوختې پرتې علاقه کې د ترسره شوؤ عملیاتو پخلی وسله والو په خپله کړی دی.
د پاکستان قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ سره په پوله جوختې پرتې علاقه کې د ترسره شوؤ عملیاتو پخلی وسله والو په خپله کړی دی.

افغان ځواکونو د تندلارو په ضد ترسره کړو عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان اووه مشکوک جنګيالي وژلي دي.

که څه هم د دغو عملياتو په رسمي ډول دولتي چارواکو کوم بيان نه دی ورکړی خو د پاکستان قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ سره په پوله جوختې پرتې علاقه کې د ترسره شوؤ عملیاتو پخلی وسله والو په خپله کړی دی.

د طالبانو جمات الاحرار ډلې رسنيو ته په لېږلي يو خبر کې ويلي د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې په لال پوره علاقه کې ترسره شوؤ عملياتو کې اووه وسله وال وژل شوي دي.

دغه علاقه د مومند ايجنسۍ او افغان صوبې ننګرهار ترمنځ پرته ده.

راپورونه وايي د افغان ځانګړو ځواکونو عملياتو پېل کېدو له امله وسله وال غرييزو علاقو ته تښتېدلي دي او په پوله پرته سيمه کې مېشت ؤ او هلته په هدف شوي دي.

ويل شوي په وژل شوو وسله والو کې د شپږو تعلق د مومند ايجنسۍ سره دی او د يو تعلق د خېبرپښتونخوا بنو ضلعې سره دی او په دوي کې ځينې ځايي کمانډران هم وو.

د افغانستان په ختيځ کې پرتو سيمو کونړ او ننګرهار په لرې پرتو علاقو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ د وسله والو په ضد بې پايلټه ډرون بريدونه هم کيږي او د هغې نه وسله وال په تېښته وي.

د دغو تازه ترسره شوؤ عملياتو د ازادو سرچینو نه هم پخلی نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG