لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف احتساب عدالت ته په دوېم ځل مخاخ شوی


د نوازشريف د نه حاضرېدو د استثنٰی په خواست عدالت ويلي په دې خواست به په راتلونکې اورېدنه فېصله کولی شي.

د پاکستان مخکنی وزيراعظم نوازشریف نن د ګل يا دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته مخامخ شوی او په هغه فرد جرم نه دی لګول شوی.

د احتساب قامي ادارې نېب د نوازشريف او زامنو په ضد يې د عزيزيه اسټيل مل، لندن کې د جايداد او فلېګ شپ انوسمنټ په اړه درې رېفرنسونه جمع کړي دي.

نن عدالت په مقدمه کې نومول شوو ملزمانو کې د نوازشريف دوه زامنو حسېن نواز، حسن نواز او د هغه زوم کېپټن (ر) صفدر ناقابل ضمانت او د هغه د لُور مريم نواز قابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړي دي.

د احتساب عدالت جج محمدبشير مخکني وزيراعظم نوازشریف او د هغه بچو ته په ۹ اکتوبر عدالت ته د حاضرېدو امر کړی چې په مقدمه کې نور ملزمان دې ونيول شي او مخامخ دې کړی شي.

د نوازشريف د نه حاضرېدو د استثنٰی په خواست عدالت ويلي په دې خواست به په راتلونکې اورېدنه فېصله کولی شي.

نن د نوازشریف عدالت ته حاضرېدو په وخت سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او هلته موجود د رېنجرز ځواکونو مرکزي وزيران، د مسلم ليګ ن نور مشرانو او خبريالان عدالت ته نه دي پرېښودي.

د کورنو چارو مرکز وزير احسن اقبال عدالت ته په نه پرېښودو د غصې څرګندونه کړې او ويلي دي چې "رېنجرز ځواکونو د چيف کمشنر د امر پرته عدالت په خپل واک کې اخستی دی".

هغه ويلي "په دغسې کېدو د داخله وزير په حېث هغه د دې نوټس اخلي او د دې به په غټه پېمانه پلټنې کيږي چې حکومتي عملداري چا چېلنج کړې ده".

احسن اقبال وويل چې څوک هم په دغسې کېدو کې ککړ ؤ په ضد به يې کارروايي کولی شي "او که دا اصول ثابت نشو چې د رياست عملداري څه ده او د سېول انتظاميې عملداري څه ده نو هغه به د وزارت نه استعفٰی ورکړي".

هغه زیاته کړه "چې وزيرداخله هغه دی او د هغه لاندې ځواک د بل کوم ځای په امر چليږي دلته به يو قانون وي يو حکومت به وي په يو رياست کې دوه رياستې نشي چلېدی".

د پاکستان د سترې محکمې د پينځه کسيزه ججانو ډلې د جولايۍ په ۲۸ نېټه د پاناما ليکس مقدمې په فېصله کې نوازشريف د وزيراعظمۍ نه نااهله کړی او د هغه او بچو په ضد يې نېب ته د رېفرنسونو کولو ويلي ؤ.

XS
SM
MD
LG