لاس رسیدونکی لینک

د هسپانوي حکومت د مخالفت باوجود کېتالونيا کې رېفرنډم


د رېفرنډم اعلان په ملک کې بدترينه اييني بحران هم رامنځته کړی دی.

د سسپېن ياهسپانيه په شمال ختيځه سيمه کېتالونيا کې په زرګونو خلک راوتي او د خپلواکۍ دپاره په رېفرنډم کې رايې ورکوي، خو مېډرډ د وړاندې نه دا رېفرنډم غېرقانوني بللی او د ووټ ورکولو د عمل ودرولو اعلان یې کړی دی.

د سپېن پوليسو په بارسلونا کې د پولينګ سټېشن نه بهر په مظاهره چيانو د ربړ ګولۍ هم ورولي دي.

د سپېن چارواکو ويلي د شنبې يا خالي په ورځ پوليس ته امر کړی چې په دغه سيمه کې د يکشنبې په ورځ کېدونکو ووټونو دپاره کارېدونکي سکولونه چې پولينګ سټېشنې ترې جوړیږي هغه وتړي.

د خبري ادارې ای پي ترمخه د هغې باوجود د يکشنبې په ورځ پولينګ سټېشنو ته بېلټ باکسونه وړل ليدل شوي دي او د کېتالونيا حکومت ويلي هغه بېلټ پېپرو يا ووټ د پرچيانو کارولو اجازه به ورکړي چې خلکو په کورنو کې پټې کړي دي.

د رېفرنډم پلويان د وړاندې په هغو سکولونو کې موجود وو او هغو هلته د ځان سره خپل ماشومان هم بوتلي وو.

د رویټرز ترمخه د يکشنبې په سهار وختي چې خلکو د سټېشنو نه بهر قطارونه جوړول نو د پوليسو نزدې ۳۰ ګاډي هم کېتالونيا ته روان کړی شوي دي.

د ياد رېفرنډم له امله په کېتالونيا کې اړی ګړی سېوا شوی او په دغه سيمه کې بارسلونا هم شامل ده.

د رېفرنډم اعلان په ملک کې بدترينه اييني بحران هم رامنځته کړی دی.

XS
SM
MD
LG