لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده امريکايي غړی مجرم ګرځول شوی


د نيويارک مرکزي عدالت دا فېصله مهندمحمودعلي الفارغ په ضد اورولې د چا تعلق چې د امريکا هيوسټن ښار سره دی.
د نيويارک مرکزي عدالت دا فېصله مهندمحمودعلي الفارغ په ضد اورولې د چا تعلق چې د امريکا هيوسټن ښار سره دی.

د امريکې یو مرکزي عدالت په القاعده کې شامل شوی امریکايي مجرم ګرځولی دی، دا امريکايي په کال ۲۰۰۹ م کې په افغانستان کې د امريکې په پوځي اډه په ناکامه خودکش بريد کې مجرم ګرځول شوی دی.

د نيويارک مرکزي عدالت دا فېصله مهندمحمودعلي الفارغ په ضد اورولې د چا تعلق چې د امريکا هيوسټن ښار سره دی.

د راپورونو ترمخه امریکايي چارواکو په ابتدايي توګه په دې خبره غور کولو چې هغه په ډرون کې په هدف کړي خو په عملي توګه د يو امريکايي وګړي په ضد داسې اقدام ونشو او د هغې په ځای د مخکني صدر باراک اوباما انتظامیې هغه ونيولو او په عدالت کې يې پرې د مقدمې کولو فېصله وکړه.

فارغ په کال ۲۰۱۵م کې په پاکستان کې نيول شوی او امريکا ته حواله کړی شوی ؤ. د نيويارک موقتي څارنوال جنرل بریجټ رهوډ ويلي، نن د القاعده يو امريکايي غړی د امرېکې عدالت سزاوار وګرځولو.

هغه ويلي فارغ ته د امريکايانو د وژنو د هڅو او د يو غټ ترهګر تنظيم سره د تړاؤ په جرم کې په ممکنه ډول د عمر بند سزا اورول کېدی شي.

د فارغ د وکيل کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو هغه په عدالت کې دريځ خپل کړی چې د فارغ د مجرم ګرځولو دپاره فرانزک شهادتونه کم او د هغې په ځای يې د هغه د ګوتو دنخښو مالومولو دپاره دپوهانو رابللو غوښتنه کړې وه.

په هغه باندې په لګېدلو تورونو کې د زياتو تعلق د افغانستان په خوست کې په فارورډ اپرېټنګ بېس (چيپ مېن) باندې په نهمه جنورۍ کال ۲۰۰۹م کې د بريد سره دی.

بريدګرو د بارودو د ډکو ګاډو د لارې د بريد هڅه کړې، او په وړومبي بريد کې څو افغان وګړي چې پکې ښځې هم شامل وې وژل شوي وو. خو د يو غټ بم چاؤدنه ناکامه شوې او امريکايي سرتيري بچ شوي وو.

فارغ په دې مجرم ګرځول شوی چې هغه د امريکايي وګړو د وژنو سازش کړی، د ډېرو خلکو د وژل کېدو وسله يې کاروله، په دولتي تاسيس يې برید کولو او د ترهګرو مالي مرسته يې کوله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG