لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلماني غړو د استخباراتي ادارې په فهرست احتجاج کړی


د یاد راپور مخې ته راتلو وروستو د پارلمان غړو په دې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یاد راپور مخې ته راتلو وروستو د پارلمان غړو په دې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د ښکتني اېوان (قامي اسمبلۍ) د قایمه کمېټۍ غړو د استخباراتي ادارې (ايي بي) په هغه تورن فهرست احتجاج کړی چې پکې ويل شوي د پارلمان ۳۷ غړي د ترهګرو سره اړيکې لري.

د محمدقاسم نون په مشرۍ د قايمه کمېټۍ په غونډه کې غړو سخت احتجاج کړی او د استخباراتي ادارې مشر افتاب سلطان د بللو غوښتنه يې کړې ده.

د کمېټۍ غړو ويلي ايا ايي بي يواځې د پارليمان د غړو دپاره جوړه شوې ده؟ او که فهرست ايي بي نه وي خپور کړی نو د ادارې مشر دې وضاحت وکړي. دوي ويلي د فهرست د لارې سم خلک ترهګر ګرځول شوي او په دغه مبيینه فهرست کې اووه وزيران هم شامل دي او په دوي سخت تورونه لګول شوي دي.

ياد فهرست څو ورځې وړاندې په يو ځايي شخصي ټي وي چېنل ښکاره کړی شوی چې پکې ادعا شوې مخکني وزيراعظم نوازشريف د خپلې نااهلۍ نه درې اوونۍ وړاندې استخباراتي ادارې ته د پارلمان د ۳۷ استازو فهرست ورکړی ؤ.

د فهرست ورکولو سره ويل شوي چې د دغو استازو د ترهګرو سره اړيکې دي او د دوي هلې ځلې دې په نظر کې وساتل شي.

استخباراتي ادارې وروستو د دغه خبر رد کړی ؤ.

د کابينې په غونډه کې هم په دې مامله بحث شوی او د ټي وي په ضد د استخباراتي ادارې يو خواست د الېکټرانګ ميډيا څارونکې ادارې (پېمرا) ته لېږل شوی دی.

د یاد راپور مخې ته راتلو وروستو د پارلمان غړو په دې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د قايمه کمېټۍ په غونډه کې د پارلمان استازو ته د بېنکونو نه د قرضونو، کرېډټ کارډ او ګاډي په قرضو نه ورکولو باندې بحث شوی او بيا په دغه اړوند يوه سپارښتنه هم شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG