لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کشمير په پوله نښته کې د پاکستاني عسکر په ګډون درې تنه وژل شوي


هند او پاکستان دواړه په يو بل تورونه لګوي چې د اوربند سرغړونه کوي.
هند او پاکستان دواړه په يو بل تورونه لګوي چې د اوربند سرغړونه کوي.

پاکستان ويلي کشمیر کې د پولې پورې غاړې هند نه د جمعې په ماښام ناوخته ډزو کې يو پاکستانی عسکر او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

پوځ ويلي درې پوځي سرتيري او دوه ملکي ژوبل شوي هم دي.

د پوځ په بيان کې تور لګول شوی د هند او پاکستان ترمنځ د هند وېشونکې پولې ته نزدې په راخيچيکري علاقه کې هندي پوځ په غټه وسله د عامو خلکو ابادي په نخښه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ترمخه ژوبلو ته د امداد ورکولو په وخت هم په دوي ډزې شوي او په ځواب کې پاکستاني ځواکونو د هند د پوځ پوستې په هدف کړي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په پوله دغه ډول نښتې د اوږدې مودې نه دوام لري او د دواړو ملکونو ترمنځ د برطانيې نه د ازادۍ وروستو د کشميرپه ملکيت لانجه روانه ده.

پاکستان او هند په کال ۲۰۰۳م کې په پوله د اوربند تړون کړی خو بيا هم په پوله د ډزو پېښې رامنځته کيږي.

هند او پاکستان دواړه په يو بل تورونه لګوي چې د اوربند سرغړونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG