لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: په نهم محرم غټو ښارونو کې موبايل سروس بند


د چارواکو په وېنا د جلوسونو په لارو پولیس او د نورو امنيتي ادارو سرتيري په ځای کړی شوي دي.

پاکستان کې د محرم په نهمه د شيعه عزادارو د ماتمي جلوسونو په مهال د امنيت دپاره د ملک په بېلابيلو ښارونو کې د موبايل سروس بند کړی شوی دی.

د پلازمينې اسلام اباد په ګډون کراچۍ، پېښور، کوټه، لاهور، فېصل اباد، ملتان، سکهر، حېدر او نورو حساسه ګرځول شوؤ ښارونو کې موبايل سروس د سهار اته يا لسو بجو نه تر شپې ۱۰ بجو پورې بند کړی شوی دی.

​چارواکي وايي د امنيت ټينګ ساتلو په موخه يې سروس بند کړی خو ځينې خلک په دغسې کولو نيوکې کوي چې د امنيت دپاره بايد کلک ګامونه واخستی شي.

ځينې خلکو په ټولنيزو رسنيو ويلي د موبايل سروس بندېدو نه کاروبارونه په ټپه ودرېدلي، سړکونه بند، سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوی او موبايل سروع بند کړی شوی دی.

د امنيت دپاره د موبايل سروس بندولو سره په ځينو ښارونو د نهم او لسم محرم دپاره د موټر سائيکل په غبرګه سورلۍ بندېز هم لګول شوی دی.

ماتمي جلوسونه چې په کوم لارو تېریږي په هغو لارو کې راتلونکي ټول کاروبارونه په بشپږ ډول بند کړی شوي دي، او د جلسونو په لارو تېرېدونکي سړکونه هم د وړاندې نه تړل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وېنا د محرم د نهمې د ماتمي جلوسونو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوی او په جلوس کې داخلېدونکو تلاشۍ اخستل کیږي.

XS
SM
MD
LG