لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکلکو امنیتي ګامونو باوجود پيښور کې بمي چاودنه


چاودنه دپيښور په رینګ روډ شوې ده
چاودنه دپيښور په رینګ روډ شوې ده

دعاشورې په مهال پیښور کې دپولیسو لخوا دکلکو امنیتي ګامونو اخستو ددعوؤ باوجود د زیارت په ورځ پیښور کې یوه بمي چاودنه شوې چې پکې پینځه کسان ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه دپیښور په رینګ روډ څو شیبې وروسته له هغې وشوه چې دخیبرپښتونخوا دپولیسو مشر صلاح الدین محسود یو مطبوعاتی کانفرنس کې د عاشورې په مهال دامن پځایې ساتلو دپاره د قانون پځایې کوونکو ادارو لخو په اخستل شوؤ ګامونو تسله ښکاره کړه.

دپيښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي سجادخان خبریالانو ته ویلي په چاودنه کې درې کسان ژوبل شوي خو د مرستندویه ادارې ایدهي ویاند بیا د ژوبل کسانو شمیره پینځه ښایي.

دپولیسو مشر وایي دغه چاودنه د یو شخصي هسپتال مخې ته د چاودیدونکو موادو څخه شوې اؤ ژوبل کسان علاج دپاره روغتون ته رسول شوي چې حالت یې دخطرې څخه بهر دی.

د صوبې په سرښار کې دا بمي چاودنه په داسې حال کې شوې چې دعاشورې نمانځلو دپاره دپيښور په ټولو مهمو لارو اؤ سړکونو په ګڼ شمیر پولیس اؤ‌ استخباراتي مامورین ودرول شوي اؤ د شکمنو خلکو سخته لټه روانه ده.

تر دې مهاله ددې چاودنې پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG