لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممبۍ:په ریل سټیشن الغاؤ تلغاؤ کې ۲۲ کسان مړه شوي


دهندوستان په ممبۍ ښار کې د ریل په یو سټیشن دالغاؤ تلغاؤ جوړیدو له امله ۲۲ کسان وژل شوي اؤ تر۳۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

دهندي میډیا له مخې دغه پیښه ایلفنسټن ریلوی سټشن دجمعې په ورځ هاغه مهال رامینځته شوې کله چې سټشن ته څلور اور ګاډي په یو ځایې ورسیدل.

راپورونه وایي دغه ګاډو ته دختلو دپاره مسافر په یو هوایي پل تیریدل چې الغاؤ تلغاؤ جوړ شو اؤ د باران له امله زیات خلک وخوئیدل چې دنورو خلکو دپښو لاندې راغلل.

ډیرو مسافرو د هوایي پل نه لاندې هم دانګلي چې یا خو یې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ یا هم ژوبل شوي دي.

راپورونه وایي ژوبل کسان دعلاج دپاره دممبۍ روغتونونو ته رسول شوي خو هغوئ کې هم د ګڼو حالت مرګونی ښودل شوی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندیښنه ده.

په ټولنیزو رسنیو دهندوستان وګړو په دغه پیښه خفګان ښکاره کړی اؤ‌ دحکومت په حکومت یې نیوکې کړي چې اولس ته په اساسي اسانیو ورکولو کې ناکام شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG