لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ياسرشاه یو بل ريکارډ په خپل نوم کړی


ياسر شاه په کال۲۰۱۴م کې د خپل کيرئير پېل کړی ؤ.
ياسر شاه په کال۲۰۱۴م کې د خپل کيرئير پېل کړی ؤ.

د پاکستان د قامي کرکټ ټيم اسپنر بالر ياسرشاه وړومبی اسپنر بالر دی چې تر ټولو په کمو ټېسټ مېچونو لوبو کې يې تر ټولو زياتې وکټې اخستي دي.

د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکي ياسرشاه د پاکستان او سري لنکا کرکټ لوبډلو ترمنځ روان ټېسټ مېچ کې د خپل کريئر ۱۵۰پوره کړي دي، دا د ياسر شاه ۲۷م ټېسټ لوبه ده.

ياسر شاه په کال۲۰۱۴م کې د خپل کيرئير پېل کړی ؤ.

د ياسرشاه نه وړاندې دا ريکارډ د اسټريلیا د کلېرګرېمېټ سره ؤ هغه په ۲۸ مېچونو کې ۱۵۰وکټې ترلاسه کړې وې.

په ټېسټ کرکټ کې په تېزو بالرانو کې په کمو مېچونو کې د ۱۵۰ وکټو اخستو ريکارډ د انګلېنډ د سډبارنس سره دی هغه په ۲۴لوبو کې دومره وکټو اخستو کې بريالی شوی دی.

ياسرشاه د اسپنر او تېزو بالرانو په نوملړ کې هم په دوېم نمبر دی، د پاکستان تېز بالر وقاريونس په ۲۷ ټېسټ مېچونو کې ۱۵۰ ترلاسه کړې وې.

دغه شان که وکتی شي ياسرشاه په هغو بالرانو کې هم په درېم نمبر راغلی چې په لږه موده کې يې دومره وکټې واخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG