لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د ابوبکرالبغدادي غږيز پېغام خپور کړی


که دغه پېغام رښتيا کيږي نو دا به د ترهګرې ډلې د کال پورې موده کې وړومبی پېغام وي.
که دغه پېغام رښتيا کيږي نو دا به د ترهګرې ډلې د کال پورې موده کې وړومبی پېغام وي.

د داعش ډلې په ټیپ د یو تن اواز نشر کړی او ویلي یې دي دا د داعش مشر ابوبکر البغدادي غږ دی.

د شورو، پنجشنبې، په ورځ خپور کړې شوې دغه غږیز پېغام وخت ۴٦ منټه دی او دا پېغام الفرقان نيوز خپور کړی دی.

که چرې دغه غږ په حقیقت کې هم د ابوبکر البغدادي وي نو دا به د یو کال پورې موده کې د هغه وړمبی پیغام وي.

ماهران وايي چې غږ هم د بغدادي ښکاري خو دا نه ده مالومه چې پېغام چرته ريکارډ شوی خو په دې کې ابو بکرالبغدادي شمالي کوريا، امريکا او جاپان ته د دړکو خبره کړې ده، او دا اشاره هم کیدی شي چې گني تازه پیغام دی ځکه چې بغدادي ددې وړاندې داسې کوم دړکیز اډیو پیغام نه وو جاري کړی چې پکښې د شمالي کوریا یا جاپان ذکر شوي وي.

امریکا د ابوبکر البغدادي په سر پنځویش میلینه ډالره انعام اېښودی دې. ویل کیږي چې البغدادي په اخری ځل د عراق په موصل ښار کښې د جمعې په خطبه لیدل شوې وو. په دغه خطبه کې ده د خلافت دعوه تکرار کړي او ددې ورسته هغه بې درکه شو.

که چرته د بغدادي د غږ يا اواز پخلی کيږي نو دا به د روس د هغه دعوو په خلاف وي چې پکې دوي ویلي وو د جون په مياشت کې یې د شام په رقه ښار کې په یوهوايي بريد کې دی وژلی دی.

روس له دې وړاندې ويلي ؤ کلک احتمال يا امکان دی چې په هوايي بريد کې بغدادي وژل شوی دی.

وروستو امريکايي چاوراکوويلي ؤ د دوي په خيال بغدادي ژوندی دی.

امریکايی استخباراتي چارواکو د اډیو خپورېدو وروسته وېلي دي که دا غږ رشتونې وي نو دا زمونږه هغه خبره تصدیقه وي چې مو ویلي وو دده د مړینې خبرې حقیقت نه بولي. په مینځني ختیځ کښې د دولت اسلامي ډلې په ضد فعاله د امریکايی پوځونو ترجمان ریان ډېلان وېلي دي مونږه د شواهدو بغېر دده د مړينې تصدیق نه دې کړې.

د بغدادي وروستۍ ريکارډ شوې وېنا په نومبر ۲۰۱۶ کې مخې ته راغلې وه او د هغې دوه اوونۍ وروستو په موصل کښې جګړه پېل شوې وه.

او د دغه عملیاتو په نتیجه کښې د امريکا په ملاتړ ځواکونو د داعش د وسله والو نه د موصل په ګډون زياتې برخې نيولي دي.

د بغدادي په حقله خو څه کره مالومات نیشته چې دې څوک دې خو په مطبوعاتو کښې وخت په وخت په راغلو خبرونو کښې څرگندېږي چې د کال نورلس سوه یو اوویایم کښې د بغداد په شمالی سیمه سمارا کښې پېدا شوې وو او په کال ٢٠٠٣ کښې چې کله امریکايی ځواکونو په بغداد قبضه کوله نو دې په یوځايی جومات کښې امام و.

دده په حقله وېل شوي چې د منځني ختیز القاعده د ېوې ډلې مشري یې کوله او وروسته یې بیا د خلافت اسلامیه عراق او شام په نوم یوه ډله جوړه کړې وه. خو نوم یې هغه وخت زیات راښکاره شو کله چې د یوې بلې ترهگرې ډلې النصره فرنټ ورسره ادغام اوشو.

بغدادي د القاعده مشره ایمن الظواهري په لاس د بیعیت کولو نه انکار کړې وو او د ظواهری هغه امر یې هم منلو نه انکار کړې وو چې په داعش یې غږ کړې وو تنظنمي هلې ځلې دې عراق پورې محدود کړي او شام دې النصره فرنټ ته پرېږدي.

څیړونکي وايی بغدادي په جهاديانو کښې زیات منظم گڼل کېدو او نوي جهادي طرېقې یې هم خپلولې ځکه د دوي په نظر یې په ځوان جهادي کول کښې زر نوم او بارو اوگټلو. څېړونکي وايی هغه وخت د اېمن الظواهري په مقابله کښې بغدادي په جهادیانو کښې زیاته نامه په دې هم پېدا کړې وه چې الظواهري د مینځني ختیز په پرتله په افغانستان، پاکستان او سويلي اېشیا کښې زیات پلویان لرل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG