لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پولیس وايي د داعش او القاعده ترهګر يې وژلي


پوليس افسر وويل د وژل شوؤ وسله والو نه خودکش جېکټې او په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.
پوليس افسر وويل د وژل شوؤ وسله والو نه خودکش جېکټې او په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د کراچۍ پوليس وايي د وسله والو سره يوه نښته کې يې د القاعده يو مهم مشر او داعش څلور ترهګر يې وژلي دي، د داعش د يو ترهګر د نيولو ادعا هم شوې ده.

د کراچۍ ښار د ملير ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي راؤ انوار په وېنا د ښار سهراب ګوټ سيمې سره نزدې په سچل ګوټ علاقه کې د ترهګرو په موجودګۍ دوي عمليات وکړه او بيا په نښته کې د القاعده او داعش ترهګر ووژل شو.

هغه وويل په وژل شوؤ کې د ټولو نه اهم د القاعده عامر شريف دی چې هغه د ډرون ټېکنالوجي جوړوله د ټېکنالوجۍ ماهر سړی ؤ او نزدې په ډرون جوړلو يې کار مکمل کړی ؤ او دغه ډرون يې په کراچۍ کې د ترهګرۍ دپاره کاروله.

"په دې نښته کې د القاعده اهم تن عامرشريف هغه ووژل شو او څلور نور کسان چې اول په لشکرجهنګوي او ټي ټي پي کې وو او اوس د طارق ډبل په ډله کې ؤ خو اوس په داعش کې وو".

هغه وويل د وژل شوؤ ترهګرو د جرمونو ریکارډ موجود دی، او دوي سره نور وسله وال هم ملګري دي هغوي هم په دوي پسې راتلل.

پوليس افسر وويل د وژل شوؤ وسله والو نه خودکش جېکټې او په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د راؤ انوار په وېنا ترهګرو وسله په محرم کې د عاشورې په جلوسونو کاروله خو په ضد يې عمليات وشو او ووژل شو.

په کراچۍ کې يو بل ځای عملیاتو کې د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای د ترهګرۍ ضد عملیات کوونکې څانګې ويلي د کېنټ سټېشن نه یې د داعش سره اړونده ترهګر نيولی دی.

د نيول شوي تن پېژندګلو د خليل الرحمان په نوم شوې او چارواکو ويلي هغه به د سوشل ميډيا يا ټولنيزو اړيکو د وېب پاڼو د لارې داعش سره خلک ملګري کول.

د اېف ايي ای چارواکو ويلي د نيول شوي تن نه يې موبايل ټيليفونونه او د داعش بېرغونه ياجنډې هم ترلاسه کړي دي.

په کراچۍ کې د پوليس په عملياتو کې د داعش او القاعده د وسله والو د وژنو او اېف ايي ای د داعش د وسله وال نيولو عملیات په داسې حال کې شوي چې څلور ورځې وړاندې په پلازمينه اسلام اباد کې هم د داعش يو لګېدلی بېرغ ليدل شوی ؤ، دغه بېرغ پوليسو وروستو لرې کړی ؤ.

خو په پاکستان کې چارواکي بيا بیا دا دريځ تکراروي چې په ملک کې داعش په منظم ډول موجودګي نه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG