لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دچین،افغانستان اؤ پاکستان دعملي همکارۍ خبرې شوي


دمزاکراتو بل پړاؤ به اسلام اباد کې ترسره کیږي
دمزاکراتو بل پړاؤ به اسلام اباد کې ترسره کیږي

دچین،افغانستان اؤ پاکستان ترمینځه دعملي همکارۍ په هکله د خبرو اترو دوهم پړاؤ روانه اوونۍ کې دافغانستان پلازمینه کابل کې سرته رسیدلی دی.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو په شپه ناوخته ددغه غونډې په هکله ګډه اعلامیه جاري کړې ده .

اعلامیه کې ویل شوي چې ددغه درې اړخیزې غونډې مشري دافغانستان دخزانې د وزارت ډائریکټرجنرل مصطفی اریا کړې اؤ دپاکستان لخوا پکې منصور احمد خان اؤ دچین دخارجه وزارت لوړپوري چارواکي ژاوکین دخپلو هیوادونو استازیتوب کړی دی.

اعلامیه وایي دغو خبرو کې درې هاغه ځانګړې څانګې په ګوته کړی شوی چې پکې به دریواړه هیوادونه خپلو کې همکاري سیوا کوي.

دغونډې دریواړو اړخونو ویلي چې ددغه خبرو اترو مقصد افغانستان کې بیا ودانۍ اؤ اقتصادي پراختیا ته وده ورکول دي.

دغه غونډه کې دچین دیوې سیمې یوې لارې پروژې ترڅنګ دافغانستان په هکله دسیمه ایز اقتصادي کانفرنس دسیوري لاندې د همکارۍ په پراخولو هم صلاح راغلې ده.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغونډې برخه والو د مواصلاتو، اساسي ځاندرې،دانساني وسیلو دبحالۍ اؤ پرمختیا اؤ داولسونو ترمینځ د راشه درشه په سیوا کولو هم اتفاق کړی .

ټاکل شوې ده چې د درې اړخیزه غونډې بل پړاؤ به اسلام اباکې کیږي چې لا یې غوڅه نیټه نه ده ټاکل شوې .

چین دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د تاؤ تریخوالي کمولو اؤ افغانستان کې دامن ټینګښت دپاره د ګډې تګلارې جوړولو په هڅو هم بوخت دی چې دې لړ کې په تیرو میاشتو کې دچین دبهرنو چارو وزیر دکابل اؤ اسلام اباد سفرونه هم کړي دي.

چین په هاغه څلور اړخیزه ډله کې هم شامل دی چې افغانستان کې دجوړجاړي عمل دپاره دکال ۲۰۱۵م په وروستیو کې جوړ کړی شوی ؤ.

په دغه څلور اړخیزه غونډه کې دچین ترڅنګ امریکا افغانستان اؤ پاکستان هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG