لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم د فاټا قامي چوکاټ ته ورګډولو خبره قبايلي مشران دوکه ګڼي


شاه ګل اعلان کړی که د نهم اکتوبر پورې د قبايلي سیمو پورې د اصلاحاتو منظوري ورنکړی شوه، نو دوي به په اسلام اباد کې احتجاج کوي.
شاه ګل اعلان کړی که د نهم اکتوبر پورې د قبايلي سیمو پورې د اصلاحاتو منظوري ورنکړی شوه، نو دوي به په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

د قبايلي سیمو سره تعلق لرونکي د پارليمان غړي وايي دوی نه دي پوهه چې وزيراعظم او حکومت بيا بيا دغه ژمنې او ادعاوې کوي چې فاټا قامي چوکاټ ته ورګډوي، خو داسې نه ده حکومت په تشوخبرو قبايلو له دوکه ورکوی او وخت پرې تېروي.

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي د قبايلي سیمو قامي چوکاټ ته راوستل او په لنډمهال توګه د کډوال شوؤ په بشپړ ډول بيرته په ځای کولو ته لمړيتوب ورکوي.

د چهارشنبې په ماښام د وزيراعظم عباسي په مشرۍ يوه غونډه کې د سېفران وزارت لخوا د قبايلي سيمو په اړه احوال وړاندې کولو په وخت دغه خبرې شوي دي.

د خېبرايجنسۍ نه د قامی اسمبلۍ غړی شا جي ګل وايي واکمن په دغسې کولو قبايلو ته نا ځان ته دوکه ورکوي، ډیوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل"پرون د لا (قانون) د سټېنډنګ کمېټۍ غونډه وه د هائيکورټ او سپريم کورټ فاټا پورې غځولو په اړه،د مولانا صېب (مولانافضل الرحمان) په وېنا ختم کړی شوې ده".

شاه جي ګل وويل قبايلو سره دوکه کيږي او وخت یې هسې تېرولی شي، هغه وويل حکومت دغه ډول بيانونه د نهم اکتوبر د دوي د احتجاج د نه کولو دپاره ورکوي.

شاه ګل اعلان کړی که د نهم اکتوبر پورې د قبايلي سیمو پورې د اصلاحاتو منظوري ورنکړی شوه، نو دوي به په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

هغه وايي په دغه لړ کې ورته عوامي نيشنل ګوند د ملاتړ ويلي او دوی په ټولو قبايلو علاقو کې ګرځي چې احتجاج له تیاری وکړي.

خو بل لور ته د سېفران وزارت وياند طارق حيات وايي، چې وزيراعظم ورته د فاټا اصلاحاتو په عمل د کار تېزولو امر کړی دی.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې هغه وويل، چې وزيراعظم ورته په راتلونکو څو ورځو کې د فاټا اصلاحاتو د اعلان کولو باور ورکړی دی.

د وزيراعظم دفتر د بيان ترمخه عباسي ويلي قبايلو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د قامي مسلې دپاره غټې قربانۍ ورکړي، او زیاته کړې يې ده د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو او سيمې نه د بې کوره شوؤ خلکو بيا په ځای کولو دپاره ګامونه پورته کوي.

وزیراعظم ته ويل شوي چې د قبايلي سیمې نه بې کوره شوؤ دوه لاکه ۳۷زرو کورنو کې يواځې ۱۶زره داسې پاتې دي چې لا په ځای شوي نه دي، ويل شوي د بې کوره شوؤ بيا په ځای کېدو لړ کې ۵۲ اربه ۸۷ کروړه روپۍ خرڅ شوي دي.

د کډوالو د بيرته د بحالۍ خبره په داسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ نړيوال بېنک د قبايلي سيمو نه د تندروۍ او پوځي عملیاتو په ترڅ کې په لنډمهاله توګه بې کوره شوؤ خلکو د مالي مرستو دپاره ۱۱۴ملينه ډالره منظور کړي دي.

نړيوال بېنک ويلي په دغو پېسو به قبايلي سيمو کې د تندروۍ د پېښو نه اغېزمنو کورنو، د ماشومانو د صحت په څانګه او په سمدستي ډول د خوندي کولو په برخه کې کار کولی شي.

خو قبايلي اولس نيوکې کوي چې نه خو د نړۍ نه د کډوالو په سر اخستی شوي نړيوال امدادونه دوي ته ورکړی شو او نه هلته هغه شان ترقياتي کارونه شوي چې کومې ادعاوې کولی شي.

د وزيراعظم په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې په افغان کډوالو هم بحث شوی چې دا وخت په ملک کې ۱.۴ ملينه رجسټرډ او نزدې شپږلاکه غېر رجسټرډ کډوال موجود دي.

غونډې ته ويل شوي چې شپږ لاکه افغان کډوال په رضاکارانه توګه بيرته په خپله خوښه د ستندو عمل کې خپل ملک ته تلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG