لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي ترهګرې ډلې ورته پغاړه کې اچول شوي


ښاغلي اصف وویل په پاکستان دترهګرو ډلو دپالو تور بې ځایه دی ځکه چې دغه ډلې دپاکستان په غاړه کې اچول شوي دي.
ښاغلي اصف وویل په پاکستان دترهګرو ډلو دپالو تور بې ځایه دی ځکه چې دغه ډلې دپاکستان په غاړه کې اچول شوي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دامریکا لخوا په پاکستان دحقاني نیټ،حافظ سعید اؤ نورو جګیالو ډلو دپالو تورونه رد کړي اؤ وایي امریکا چې نن دکومو جنګیالو په پاللو پاکستان تورنوي دا په یو وخت کې دامریکا خلک وؤ .

نړیواله ټولنه په پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړي چې دغه ترهګر په افغانستان ،هند اؤ نورو هیوادونو کې ترهګریز بریدونه کوي.

خو په نیویارک کې یوې غونډې ته د وینا په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل دعوه وکړه چې دحقاني اؤ حافظ سعید ډلې جنګیالو ته یو وخت کې دامریکا په سپینه ماڼۍ کې میلمستیا ګانې ورکول کیدې.

ښاغلي اصف وویل په پاکستان دترهګرو ډلو دپالو تور بې ځایه دی ځکه چې دغه ډلې دپاکستان په غاړه کې اچول شوي دي.

خو هغه دا ونه ویل چې چا پاکستان ته ترهګرې ډلې په غاړه کې اچولي اؤ دنړۍ کوم هیواد پاکستان پخپله خاوره کې دپټو جنګیالو په ضد دګامونو اخستو نه منعې کړی دی.

پاکستاني چارواکي پرله پسې دعوې کوي چې هغوئ دترهګرۍ په ضد جګړه کې درنې قربانۍ ورکړي اؤ دترهګرو دپاللو تورونه ردوي.

خو واشنګټن،کابل اؤ نوی ډیلی وایي اسلام اباد د هاغو جنګیالو ډلو سرپرستي کوي چې دپاکستان مفاداتو ته نقصان نه رسوي اؤ دپاکستان په لمسه نورو هیوادونو کې ترهګري کوي.

دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ افغانستان دپاره دتګلارې اعلانولو په مهال ګواښ کړی ؤ چې امریکا به نور پاکستان کې دترهګرو په پټو ځالو غلې پاتې نه شي.

صدر ټرمپ داهم ویلي وؤ چې پاکستان امریکې نه دترهګرۍ په ضد دجګړې په نوم په اربونو ډالر اخلي خوپخپله خاوره یې هاغه ترهګر ساتلي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG