لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه کې د ځواکونو په ګاډي چاؤدنه کې څلور سرتيري ژوبل شوي


د پېښې وروستو امنيتی ځواکونوټوله علاقه په ګېره کې اخستې او د يو شمېر مشکوک کسانو نيولو هم ويل شوي دي.
د پېښې وروستو امنيتی ځواکونوټوله علاقه په ګېره کې اخستې او د يو شمېر مشکوک کسانو نيولو هم ويل شوي دي.

د پاکستان په قبايلي سیمه کوزه کرمه ايجنسۍ کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې د ملېشې څلور سرتيري ژوبل شوي دي.

د پولېټکل انتظاميې په وېنا د ملېشې سرتيري د افغانستان پولې ته جوختې نزدې پرتې د کوزې کرُمې په شورکو علاقه کې په ګزمه بوخت ؤ او هلته پرې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی دی.

راپورونه وايي د سړک غاړې ښخ دوه بمي چاؤدنې شوي او د ملېشې ګاډی یې تباه کړی دی.

د پېښې وروستو امنيتی ځواکونوټوله علاقه په ګېره کې اخستې او د يو شمېر مشکوک کسانو نيولو هم ويل شوي دي.

په کرمه ايجنسۍ کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په سيمه کې د محرم په مهال سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

د کرمې ايجنسۍ د افغانستان سره په پوله لګېدلې پوله په بشپړ ډول تړل شوې او کرمې ايجنسۍ ته د تګ راتګ په مهال هم سخت لټون کيږي.

د کرمې په مرکز پاړه چنار کې د محرم په مهال د بهر نه تګ راتګ بند او د محرم د عاشورې په جلوس کې د ګډون دپاره خصوصي پاسونه يا کارډونه جوړ کړی شوي دي.

کرمه ايجنسۍ کې زياتره شيعه مسلکه مېشت دي او دلته له دې وړاندې هم وخت په وخت د ترهګرۍ د پېښو ترڅنګ فرقه ييزنښتې شوي دي.

د کرمې ايجنسۍ لويديځه پوله د افغانستان سره لګېدلې، په ختيځ کې يې اورنګزي ايجنسي د خېبرپښتونخوا هنګوضلع ، شمال کې يې د خېبر ايجنسۍ تيراه او جنوب کې يې شمالي وزيرستان پروت دی.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې کرمه ایجنسۍ کې دبې پیلوټه امریکایي جاسوسي الوتکې په برید کې درې طالب مشران وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

د جولايۍ په میاشت کې د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنو کې دملېشې درې سرتيري وژل شوي وو.

د جون په مياشت کې د کرمې په مرکز پاړه چنار کې بمي بریدونه شوي او د ۷۰ نه زيات تنان پکې وژل شوي وو.

د روان کال مارچ په مياشت کې هم پاړه چنار کې شوې يوه چاؤدنه کې لږترلږه۲۴ وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG