لاس رسیدونکی لینک

د امدن نه زیاتې شتمنۍ: په اسحاق ډار فردجرم لګول شوی


ډار د صحت جرم منلو نه انکار کړی او د هغې وروستو عدالت د استغاثې ګواهان غوښتي دي.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار باندې د اسلام اباد د احتساب عدالت د امدن نه د زياتو شتمنو يا اثاثو په تور فرد جرم لګولی دی، د احتساب قامي ادارې نېب په نوموړي دغه رېفرنس کړی ؤ.

ډار د صحت جرم منلو نه انکار کړی او د هغې وروستو عدالت د استغاثې ګواهان غوښتي دي.

د خزانې وزير نن د چهارشنبې په ورځ د احتساب د عدالت اول جج محمد بشير ته مخامخ شوی، او ښاغلي جج د اسحاق ډار په ضد د امدن د زياتو شتمنيو جوړلو او مني لانډرنګ يا پېسو لېږلو په اړوند چارج شيټ يا تور پاڼه اورولی ده.

ډار د صحت جرم نه انکار کړی او ويلي يې دي هغه بې ګناه دی.

د سترې محکمې د پاناما مقدمې د تورونو پلټونکې ګډې ډلې (جی ايي ټي) په خپل رپورټ کې ویلي ؤ د اسحاق ډار شتمنۍ په لږه موده کې ۹۱ فيصده سېوا شوي او د ۹۰ لاکو نه ۸۳ کروړو ته رسېدلې دي.

سترې محکمې د جولايۍ په ۲۸م د پاناما په اړه اورولې فېصله کې نېب ته د اسحاق ډار په ضد د رېفرنس کولو امر کړی ؤ.

ډار د احتساب عدالت ته ویلي شتمنۍ يې د امدن سره يو شان دي، هغه ويلي په ځان د لګېدلو تورونو دفاع به کوي او دا به ثابتوي چې شتمنۍ يې جايز دي.

د فرد جرم لګولو وروستو د اسحاق ډار په ضد اورېدنه پېل شوې او په راتلونکې اورېدنه به د استغاثې بيانونه ريکارډ کيږي.

عدالت د څلورم اکتوبر پورې اورېدنه ځنډولې او د ډار عدالت ته د حاضرېدو په خاطر يې د ۵۰ لاکه روپو مچلکو جمع کولو ويلي دي، ډار عدالت ته د نه حاضرېدو خواست کړی او عدالت په دغه اړه په راتلونکې اورېدنه د امر کولو ويلي دي.

د اسحاق ډار د اورېدنې په مهال عدالت ته خبریالان نه دي پرېښودی شوي او سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو.

XS
SM
MD
LG