لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اؤ هند دتروریستانو دځالو په ضد په ګډه مبارزه صلاح شوي


 هند امریکا
هند امریکا

د امریکا د دفاع وزیر وايي نور د تروریستانو پناه ځایونه د زغملو نه دي او په دغې برخې کې به له هند سره په ګډه کار کوي.

وزیر جیم متیس دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د هندي مشرانو په یوې غونډې کې وکړې.

رویترز اژانس وايي سره له دې چې ښاغلي متیس د کوم مشخص هېواد نوم یاد نکړ خو هند او افغانستان په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپلې خاورې کې ترهګر ساتي، پالي او بیا یې افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره استوي.

نوموړي وویل "نور د ترهګرو پناه ځایونه د زغملو نه دي. هند او امریکا ژمن دي چې دا افت له بیخه وباسي". ښاغلي متیس هند ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د نوي ډیلي رول هم وستایه.

په همدې حال کې اسوشیتډ پرس وايي د هند د دفاع وزیرې نیرمالا سیتارامن ویلي چې هېواد به یې د افغانستان د بیا رغونې په اساسي او مهمو پروژو کې مرسته وکړي. مېرمن سیتارامن همدغه راز وویل چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به د افغان ځواکونو روزل نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې د اعلان پر مهال هند وهڅوه چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپل رول نور هم زیات کړي.

د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست له پیل راهېسې دا هند ته د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس لومړنی سفر دی.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG