لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: عملياتو کې څلور ترهګر وژل شوي


د بلوچستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت امنيتي ځواکونه په عملياتو کې د وران کار ترهګرو د نيولو او وژنو ادعاوې کوي.
د بلوچستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت امنيتي ځواکونه په عملياتو کې د وران کار ترهګرو د نيولو او وژنو ادعاوې کوي.

بلوچستان صوبه کې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د څلورو ترهګرو د وژل کېدو او يو خودکش په ګډون د ۲۴ نورو د نيولو ادعا کړې ده.

پوځ په يو بيان کې ویلي، فرنټير کور ځواک د صوبې په بېلابيلو برخو کې عمليات کړي او څلور مطلوب ترهګر یې وژلي دي.

په وژل شوؤ کې د دوؤ پېژندګلو د تهانګو او کېلري په نومونو شوې او ويل شوي دوي په امنيتي ادارو بريدونو او خلکو تښتونو کې ککړ وو، د دوي تعلق د لاقانونه بلوچ ريپبلکن ارمي ډلې سره څرګند کړی شو اود دواړو تعلق د ضلع ډېره بګټي سره وو.

د نورو دوه ترهګرو پېژندګلو د محمدخان او جلاالدين په نومونو شوې او ويل شوي دوي دولتي تاسيسات په نخښه کول او د هغو تعلق د يونائټډبلوچ ارمي نومې تنظيم سره ښودل شوی دی.

دغه ډول په ډېره مرادجمالي علاقه کې په عملياتو کې د يو خودکش په ګډون د ۲۴ مشکوکو وسله والو د نيولو ادعا کړې ده. چارواکو په عملياتو کې په غټه کچه د وسلې ترلاسه کولو هم ويلي دي.

د عملياتو په اړه بيان د ګل يا دوشنبې په ورځ ورکړی شوی دی.

راپورونه د بلوچستان په ډېره بګټي کې د بارودي سورنګ په چاؤدنه کې يو ماشوم وژل شوی دی.

بل لور ته په تربت کې ليويز ځواک د درېو تنو مړي ترلاسه کړي چې په ډزو وژل شوي دي.

د بلوچستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت امنيتي ځواکونه په عملياتو کې د وران کار ترهګرو د نيولو او وژنو ادعاوې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG