لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف د لندن نه بيرته ستون شوی، سبا د نېب عدالت غوښتی


نوازشريف څو ورځې وړاندې لندن ته د خپلې ناروغې مېرمنې کلثوم نواز پوښتنې له تلی ؤ.

د پاکستان مخکنی وزیراعظم نوازشريف د ګل يا دوشنبې په سهار د لندن نه بيرته ملک ته ستون شوی او هغه د نهې يا سه شنبې په ورځ د نېب عدالت غوښتی دی.

نېب په ملک کې د احتساب قامي اداره دی.

نوازشريف څو ورځې وړاندې لندن ته د خپلې ناروغې مېرمنې کلثوم نواز پوښتنې له تلی ؤ.

د نوازشريف د تلو وروستو په ځایي مطبوعاتو داسې بحثونه تاؤده شوي چې هغه به د نېب عدالت کې مقدمو ته مخامخ نشي.

نوموړي تېره ورځ د لندن نه بيرته راستنېدو په وخت خبريالانو ته ويلي هغه څه ډول درغلي نه ده کړې او د پاناما په مقدمه کې هغه ته د اقامې په سر سزا ورکړی شوه.

نوازشريف ملک په رارسېدو اسلام اباد کې د ګوند د مشرانو سره ليدلي دی.

د ستري محکمې پينځه کسيز بنچ د پاناما مقدمه کې په ۲۸م جولايۍ نوازشريف نااهله کړی او عدالت نېب ته د شريف کورنۍ په بهر ملکونو کې د جايدادونو په اړوند د رېفرنس کولو ويلي ؤ چې په شپږ اوونو کې دې په دغه اړوند ټول مواد عدالت ته وړاندې کړي.

نوازشريف او زامنو يې سترې محکمې ته خواست کړی چې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي خو عدالت يې خواست رد کړی ؤ.

نېب د نوازشريف او زامنو په ضد يې د عزيزيه اسټيل مل، لندن کې د جايداد او فلېګ شپ انوسمنټ په اړه درې رېفرنسې جمع کړي، او هغه سره د زامنو د نېب عدالت سبا په ۲۶م ستمبر غوښتی دی.

د نوازشريف يو زوي حسېن نواز رسنيو ته ویلي پلار به يې د احتساب عدالت ته حاضريږي.

بل لور ته د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار نن د ګل په ورځ اسلام اباد کې د احتساب عدالت ته حاضر شوی او راپورونه وايي عدالت به پرې په۲۷ ستمبر فرد جرم ولګوي.

اسحاق ډار د خپل امدن نه د زیات جايداد لرلو د نېب په رېفرنس کې احتساب عدالت ته مخامخ شوی دی.

نېب دغه رېفرنس د سترې محکمې د پاناما د فېصلې په رڼا کې کړی دی.

XS
SM
MD
LG