لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د ډينګي ناروغۍ نه تراوسه ۳۳ تنه مړه، د صوبايي حکومت ضد احتجاج


ډينګي د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور تر ټولو زيات اغېزمن کړی دی.
ډينګي د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور تر ټولو زيات اغېزمن کړی دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې ويلي د يکشنبې د ماښام پورې صوبه کې د ډينګۍ ناروغۍ نه ۳۳ تنه مړي شوي دي.

بل لور ته نن پېښور کې د خليل قامي جرګې لخوا په ښار کې د خېبرپښتونخوا حکومت په ضد احتجاجي مظاهره شوې او مظاهره چیانو ويلي حکومت د ډينګي په قابو کولو کې پاتې راغلی دی.

مظاهره چيانو احتجاجاَ جمرود روډ بند کړی او ويلي دي د ډينګي ناروغانو ته دې پوره طبي اسانتياوې ورکړی شي.

دوي د ډینګي نه مړه شوؤ دپاره د حکومت نه د مالي مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د صحت د محکمې د ډينګي رسپانس يونټ يا ډينګي ناروغۍ دپاره جوړې څانګې ویلي، د يکشنبې يا اتوار په ورځ د ډينګي د ناروغۍ نه په صوبه کې څوک نه دي مړه شوي.

چارواکو ويلي د يکشنبې په ورځ د ۱۲۰۴ کسانو ټېسټ شوی ۳۰۷ کې د ډينګی ناروغي مالومه شوې په روغتونونو کې نوي ۱۲۰ تنه داخل شوي، او دا وخت په روغتونونو کې د ۳۶۵ ناروغانو درملنه روانه ده.

ډينګي د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور تر ټولو زيات اغېزمن کړی دی.

پېښور کې د ډينګي رسپانس يونټ ډاکټر افتخار ډیوه ريډیو سره خبرو کې ويلي، پېښور کې يواځې پينځه يا شپږ يونين کونسلې د ډينګي نه زیاتې اغېزمنې شوي دي.

هغه وويل په اوله کې به د ورځې په سر ۶۰۰ کسانو باندې د ډينګي ناروغي راتله خو اوس دويې ډينګی قابو کړی او دا شمېره د ۶۰۰ نه نه اوس ۲۰۰ ته راټيټه شوې ده.

نوموړي وويل د ډينګي په اړوند د خبرداري کمپاېن روان دی خو چارواکو ته په کورونو کې دننه د ښکاره اوبو ساتلو شکايتونه ترلاسه کيږي، پکار ده خلک د اوبو په پټولو يا لوندو ځايونو او ښکاره اوبو وچولو سره د صفايۍ ډېر خيال ساتي.

پېښور کې د تېرې میاشتې نه د ډينګي ناروغۍ ډېره په تېزۍ خوره شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG