لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ امريکا ته سفري بندېز تر اته ؤ ملکونو غځولی


صدر ټرمپ تېره اوونۍ د لندن په سب وی کې د بمي چاؤدنې وروستو ویلي سخت سفري بندېز به ولګوي.

صدر ډو نلډټرمپ امريکې ته د سفري بندېزونو حکمنامه تر اته ؤ ملکونو غځولې او د اتوار په ماښام ناوخته یې دغه حکمنامه لاسليک کړې ده.

نوی امر چې د اکتوبر د میاشتې د ۱۸م نه به عملي کيږي په بندېز لګېدونکو ملکونو کې چاډ، ايران، ليبيا، شمالي کوريا، صوماليه، شام، وېنزوېلا او يمن شامل دي.

چارواکو ويلي دغو ملکونو امريکا سره د ترهګرۍ او نور اړوند مالومات نه دي شريک کړي ځکه پرې سفري بندېز لګول شوی دی.

دغه اعلان د اتوار يا يکشنبې په ماښام په داسې حال کې شوی چې د صدر ټرمپ په شپږو اکثریتي مسلمان هېوادونو د ۹۰ ورځو دپاره د لګېدلي بندېز وخت پوره کېدو.

په مخکني امر کې د ايران، ليبيا، صوماليه، سوډان، شام او يمن په وګړو امريکې ته په تلو بندېز لګول شوی وو.

د يکشنبې په ماښام د صدر ټرمپ نوی امرد بشري حقونو ډلو او کډوالو دپاره کار کوونکو تنظیمونو غندلی دی.

امریکا کې د مسلمانانو د ټولنيزو حقونودپاره کار کوونکي تر ټولو غټ تنظيم (سي ای ايي ار) ويلي، د صدر ټرمپ تازه حکمنامه په مسلمان ملکونو د امريکا په سفر لګول شوی مخکنی بندېز غځول شوی دی اود صدر ټرمپ د "سپين پوستو د سرلوړۍ د ايجنډې" برخه ده.

صدر ټرمپ د نوې اعلامیې په اړه ويلي، "دصدر په حېث، زه به ضرور امريکا او د امريکا د خلکو امنيت او ګټې خوندي کوم، د بندېزونو اعلان سخت او مناسب دی او دا بهرنو حکومتونو ته پېغام دی چې زمونږ سره د امنيت په لړ کې کار وکړي".

د بندېزونو سره مخ هېوادونود فهرست نه د سوډان نوم ويستل شوی دی.

د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل په نوي بندېز نيوکې کړي دي.

صدر ټرمپ تېره اوونۍ په لندن کې د بمي چاؤدنې وروستو ویلي سخت سفري بندېزونو لګولو ويلي وو.

XS
SM
MD
LG