لاس رسیدونکی لینک

‌‌‌‌‌‌ډي ايي خان کې د دريو مشکوکو ترهګرو د وژنې ادعا


بيان کې ويل شوي د وژل شوؤ وسله والو نه خودکش جېکټې او نوره وسله هم ترلاسه شوې ده.

پوځ ادعا کړې د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې يې د لټون په علمياتو کې درې ترهګر وژلي دي.

د پوځ د بيان ترمخه د ډي ايي خان د کلاچي تحصيل په مډي علاقه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس د لټون عمليات روان ؤ او په دغه مهال وسله وال په موټر سايکلو راغلي ځواکونو سره يې نښته شوې ده.

په نښته کې د ځواکونو لخوا د درېو ترهګرو ځای په ځای د وژل کېدو ادعا شوې ده.

پوځ ویلي د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو د اقبال خان، مجيد او واحد په نومونه شوې ده او د دوی تعلق د تحريک طالبان سره وو.

بيان کې ويل شوي د وژل شوؤ وسله والو نه خودکش جېکټې او نوره وسله هم ترلاسه شوې ده.

دا هم ويل شوي چې اقبال په ډي ايي خان کې په فرقه ييزه نښتو او ترهګرو بريدونو کې ککړ او پوليس ته انتهايي مطلوب ؤ په سر يې پينځه لاکه روپۍ انعام هم مقرر ؤ.

ځايي پوليس ويلي دغه عمليات پوځ کړي او ټول مالومات يې هم د پوځ سره دي.

پاکستان کې پوځ د ردالفساد په نوم عمليات کوي او وخت په وخت په دغو عملياتو کې د ترهګرو د نيولو او نښتو کې د وژل کېدو ادعاوې هم کوي.

XS
SM
MD
LG