لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: طالبانود نادعلي ولسوالۍ د پوليس مشر وژلی


په کال ۲۰۱۴م کې د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د جنګي ماموريت وروستو وسله والو طالبانو خپل عمليات پراخه کړي
په کال ۲۰۱۴م کې د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د جنګي ماموريت وروستو وسله والو طالبانو خپل عمليات پراخه کړي

طالب وسله والو په يو بريد کې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د پوليس مشر سره د درېو ساتونکو وژلی دی، جنوب ختيځ افغانستان کې يو بل بريد کې هم پينځه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

دنادعلي ولسوالۍ (ضلعې) پولیس مشر عمرجان حقمل د هلمند مرکز لشکرګاه ته روان ؤ چې د بريد ښکار شوی دی دغه پېښه د شنبې په ماښام رامنځته شوې ده.

ځينې راپورونه وايي پوليس مشر د ګزمې د معمول په ډيوټۍ بوخت ؤ او بريد پرې شوی دی.

د طالبانو ویاند د وژونکي بريد زمه واري قبوله کړې ده.

حقمل څلورم لوړ پوړی امنيتي چارواکی دی چې په يوه مياشت کې د طالب وسله والو د لاسه وژل کيږي.

د شنبې په ورځ چارواکو ويلي د غزني په قره باغ ضلع کې طالب وسله والو په امنيتي پوستو بريد کې پينځه پوليس یې وژلي دي.

افغانستان کې روان کال په امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه سېوا شوي او ځواکونو ته يې زیاتې مرګ ژوبلې اړولي دي خو دولتي ادارو په دغه اړوند کومه شمېره نه ده خپره کړې.

د امريکايي پوځ ترمخه په کال ۲۰۱۶م کې ۶۳۰۰ سرتيري وژل شوي او ۱۲ زره ژوبل شوي وو.

د افغانستان د بيا رغونۍ دپاره د امريکا ځانګړې انسپکټرجنرال (سيګار) روانه اوونۍ خپور کړي خپل راپور کې په امريکايي پلان د کمزورتيا تور لګولی چې افغان ځواکونه وروزي او د دې جوګه يې کړي چې خپل ملک وساتي.

سيګار ويلي افغان ملي ځواکونه ته د ترهګرۍ او وسله والو طالبانو په ضد جګړه کې په غټه پېمانه مرګ ژوبلې اوختي او د تېرو ۱۶ کالو راهسې د امريکا د ۷۰اربه ډالرو مرستندويه پروګرام هم د ستونزو سره مخ دی ځکه چې وسله وال اوس هم شتون لري.

د امريکې صدر ډونلډټرمپ په وروستيو کې د افغان جګړې دپاره خپله نوې تګلاره وړاندې کړې او هيله کيږي د امريکايي پوځ د شمېرې زياتولو سره به د افغان ځواکونو روزنه سېوا شي او دغسې به دوي وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړي.

په کال ۲۰۱۴م کې د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د جنګي ماموريت وروستو وسله والو طالبانو خپل عمليات پراخه کړي او د افغانستان ۴۰ فيصده برخې ته يې خپل اثر غځولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG