لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د سرشمېرنې مالومات پوځ ته ورکول د نړيوالو اصولو خلاف کار دی


پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه کې د سرشمېرنې د عملې سره پوځي افسران هم په ډيوټۍ مامور وو.
پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه کې د سرشمېرنې د عملې سره پوځي افسران هم په ډيوټۍ مامور وو.

د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېف پي ای ويلي پاکستان کې په وروستۍ کې ترسره شوې سرشمېرنې مالومات د پوځ سره شريکول "د راټولې شوې شمېرې د راز سرغړونه ده".

د ملګرو ملتونو ادارې ويلی د سرشمېرنې په عمل کې د پوځ برخه اخستل نړيواله سپارښتنه يا مشق نه دی. ادارې د سرشمېرنې دغه عمل څارلی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه که څه هم ويل شوي چې پاکستان کې د سرشمېرنې د امنيت او مالوماتو خوندي کولو دپاره په دې عمل کې پوځ په ځای کړی شوی،

خو د ملګرو ملتونو د ادارې په رپورټ کې ویل شوي، "د پوځ د ډېټا يا مالوماتو رايوځای کول ـ ـ او د متوازي سرشمېرنې اندازه دا په نړيوال کچ د منلو وړ نه ده".

پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه کې د سرشمېرنې د عملې سره پوځي افسران هم په ډيوټۍ مامور وو.

د ادارې په رپورټ کې ويل شوي، د شناختي کارډ ريکارډ د پوځي افسر د لارې نادرا ادارې ته پېغام لېږل چې پخلی يې وشي، دا د "رازسرغړونه ده".

يواېن اېف پي ای د پاکستان د شمارياتو ادارې سره په مشوره د ځايي او نړيوال څارونکو ډله جوړه کړې او مقصد يې دا ؤ چې سرشمېرنې عمل د نړيوالو منل شوو اصولو سره سم وي.

د رپورټ ترمخه د پوځي افسر لخوا هم د کورنۍ د غړو مالومات او د کورنۍ د مشر د تابعيت پوښتنې کېدې کومه چې غېرمعمولي او د د پوښتنې وړ خبره ده.

پاکستان کې د وسايلو وېش د ابادۍ په سر کېږي نو ځکه سرشمېرنه يوه حساسه مسله ګڼل کېږي. وړې صوبې او فاټا تل په سرشمېرنه نيوکې کوي.

په ملک کې په وروستۍ ترسره شوې سرشمېرنه باندې پښتنو ملت پاله ګوندونو اندېښنې څرګندې کړي اوقبايلي مشرانو دغه شمېرنې رد کړې او په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې بيا د سرشمېرنې غوښتنه شوې ده.

قبايلي مشرانو ویلي د فاټا نيمه ابادي په سرشمېرنه کې نه ده شمارل شوې.

د پاکستان په تازه سرشمېرنه کې د ملک ټوله ابادي د ۲۰ کروړه او ۷۷ زرو نه زیاته ښودل شوې او د فاټا سرشمېرنه ۵۰ ويل شوې ده.

سندهـ صوبه کې واکمنه پاکستان پيپلزپارټۍ هم د سرشمېرنې نتيجې رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي،" په سرشمېرنه کې د کډوالوپه کليو کې د کډوالو يا غېر کډوالو د اوسېدونکو نه شمېرل هم د نړيوالو اصولو ماتول دي، او په چارواکو د دغه مسلې په سمدستي توګه د ملکي قانون، د سرشمېرنې د بنيادي اصولو او نړيوال معيار په رڼا کې د هوارولو غږ شوی دی".

په خېبرپښتونخوا کې څارونکو ويلي، چې هغو کليو ته نه دي پرېښودی شوي چرته چې کډوال مېشت دي ځکه چې هلته چارواکو ويلي د حکومت د لارښوونې ترمخه سرشمېرنه نه کيږي. خو که کډوال د سړک په غاړه اوسي د "بهرملکي"په حېث به شمارل کيږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوي د سرشمېرنې په عمل کې څارونکو د بېلګې په توګه دې غېرقانونۍ ته هم اشاره کړې چې د عملې غېرپوځي غړي به د تابعيت يا قاميت په اړه د پوځي ملګري سره شريکول که دغه مالومات به په شناختي کارډ ونه ليدل شو.

د راپور ترمخه زياتره پوځي افسر به خپله سوالنامه هم لرله او ډکوله به يې.

ادارې ویلي، "د پوځي دپاره دا ډېره غېرمعمولي وه چې نه يواځې د ابادۍ مالومات راټولوي بلکې پخلی يې هم کوي او بيا دغه مالومات د پوځ او نادرا د ادارې سره شریکوي کوم چې د مالوماتو دپاره لار نور خطر او د سرشمېرنې د اصولو د مالوماتو شريکولو سرغړونه ده".

د ملګرو ملتونو د اصولو او سپارښتنو ترمخه په بيا سرشمېرنه کې د ابادۍ ټوله شمېره راټولول، ترتيب کول، ارزول، د هغې څيړل او خپرول، اقتصادي او ټولنيز مالوت ،په مخصوص وخت کې د ټول ملک انسانان شمېرل دي.

څارونکو په ټولو صوبو کې د نرښځيانو او معذورو خلکو د شمېرو په اړه هم مسلې ښودلي دي، او دا هم ويل شوي بايد د سرشمېرنې عمله په ښه ډول روزل شوی وی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG