لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړيوال مخالفت باوجود د کردستان ولس د ګل په ورځ رېفرنډم کوي


په عراق کې د کردانو د سيمې صدر مسعود برزاني ويلي د ګل په ورځ کېدونکی ريفرېڼډم به په سمدستي توږه بدلون را نه ولي خو د بغداد سره به د کردستان د آزادۍ په اړه خبرې اترې راپاروي

نوموړي داخبره د وي او ای فارسي څانګې سره په خپله مرکه کې کړې ده نوموړي ويلي ددغې رېفرڼدم ورسته به د کردستان حکومت د عراق سره د وسيلو په وېش ، د پولې په کرښو او د پوره آزادۍ لپاره په نېټه خبرې کولی شي

نوموړي ژمنه اوکړه د کردستان پېش مرګه ځواکونه به د خودسره اسلامي امارت په نامه وسله والو په ضد د عراقي عسکرو سره اوږه اوږه جنګيږي نوموړي د امريکې دغه اندېښنې بې ځايه اوبللې چې ګنې د آزادۍ وروسته به د کردستان پېش مرګه پوځونه د داعش په ضد جګړې نه لاس په سر شي

د کردستان د خارجه پالېسۍ مشرفلاح مصطفا د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونوکې ويلي وو که کردستان ته دخپلې آزادۍ لپاره مضبوط ضمانت ور نه کړی شو نو دوي به ارو مرو د ګل په ورځ رېفرنډم کوي نوموړي ويلي دغه رېفرڼدم به آزادي نه وي خو د کردستان د آزادۍ په لور به يو اوچت ګام وي

د عراق حکومت ترڅنګ ترکي ايران،امريکا او ملګري ملتونه په دې وخت کې د کردستان د رېفرنډم مخالفت کوي

په دغه سيمه کې اسراېل د کردستان د رېفرنډم يواځنی ملګری دی

ترکي تېره ورځ د ملي امنيت بېړنۍ غونډه رابللې وه چې ورته د وېنا په وخت صدر طيپ اردوان او وزيراعظم بنالي يلدرم دغه ريفرنډم غېر قانوني بللې وو

په عراق کې 6 ميلينه کردان ژوند کوي چې د ټول عراق 20 فيصدي آبادي ده دوي اکثر د عراق د حکومت نه زورزياتي ګيلې کوي او غواړي چې خپل ځان له جدا ملک جوړکړي او په خپلو وسيلو اختيار اولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG