لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دافغانستان په هکله دامریکا اندیښنې ختموي


هغه وویل پاکستان نه د نورو ګامونو اخستو هیڅ غوښتنه نه ده شوې
هغه وویل پاکستان نه د نورو ګامونو اخستو هیڅ غوښتنه نه ده شوې

پاکستان ویلي د افغانستان پخپله روس، چین اؤ ځینې نور قوتونه د پاکستان دریځ سم مني اؤ دامریکا اندیښنې به هم ډیر زر له مینځه یوړل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته له وینا وروستو دپاکستان وزیراعظم اؤ دبهرنو چارو وزیر خواجه اصف خبریالانو ته ویلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې خپل پوزیشن نړۍ ته واضحه کړی اؤ په دغه غونډه کې پاکستان نه هیچا غوښتنه نه ده کړې چې باید نور ګامونه هم واخلي.

پاکستان دافغانستان په هکله دامریکا داندیښنو ختمولو دغه اشاره په داسې حال کې کړې چې دافغانستان صدر اشرف غني د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ دغونډې په مهال هم خپلو بیلا بیلو څرګندونو کې پاکستان افغانستان کې په ګډوډۍ پیداکولو تورن کړی.

افغان صدر اشرف غني ویلي چې افغانستان پاکستان ته د سولې لاس ور وړاندې کړي خو پاکستان په دغه لاس لاړې توکلي دي.

خبریالانو سره د خبرو په مهال دپاکستان وزیراعظم یا خارجه وزیر دا نه ده واضحه کړې چې د افغانستان په هکله به دامریکا اندیښنې څرنګه ختموي خو ویلي یې دي چې د اولسمشر اشرف غني اؤ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ترمینځ به ډیر زر یوه تفصیلي لیدنه وشي.

امریکا اؤ افغانستان دریځ لري چې پاکستان پخپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ دغه ترهګر دپاکستان دخاورې څخه افغانستان کې په نړیوالو اؤ افغان ځواکونو بریدونه کوي.

خو وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل دغونډې په مهال یې پاکستان کې دترهګرو دخوندي ځالو په اړه دپاکستان نظر واضحه کړی اؤ خلک هم دپاکستان خبره سمه مني.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي زیاته کړه دپاکستان په مهمو قامي چارو دپوځ اؤ سیاسي مشرتابه ترمینځ هیڅ اختلاف نشته.

هغه وویل پاکستان کې په ټولو مهمو چارو سیاسي اؤ پوځي مشران یوه خوله اؤ دواړه په ګ‌ډه دهیواد ښیګړې دپاره کار کوي.

نوموړی وویل دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ دغونډې په مهال پاکستان نه د“شابه نور”هیڅ غوښتنه نه ده شوې اؤ نه یې ترې څوک کولی شي ..

په دغه مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم ویلي چې دافغانستان په هکله چین ،روس اؤ نورو نړیوالو قوتونو دپاکستان په دریځ خپل مثبت غبرګون ښودلی دی. اؤ دامریکا اندیښنې به هم زر له مینځه یوړی شي.

خواجه اصف وویل چې دافغانستان دقامي سلامتۍ دصلاح کار سره یې لیدنه کې د پولې دواړو غاړو ته د کیدونکو بریدونو ترڅنګ په مهمو چارو خبرې کړي دي اؤ ډیر زر به دپاکستان وزیراعظم د افغان اولسمشر اشرف غني سره په دې لړ کې یوه تفصیلي لیدنه هم وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG