لاس رسیدونکی لینک

دبې نظیر بوټو لوڼو دخپلې مور قاتل پرویز مشرف ګرځولی


پرویز مشرف د بې نظیر بوټو د وژنې تور دهغې په خاوند اصف زرداري لګولی ؤ

دپاکستان دپخوانۍ وزیراعظمې بې نظير بوټو لوڼو بختاور او اصفه بوټو دپاکستان دپخواني پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف لخوا دبې نظير بهټو دوژنې تور دهغوئ په پلار اؤ دبې نظیر بوټو په میړه اصف علي زرداري دلګولو غندنه کړې او پرويز مشرف يې " قاتل” بللى دى.

دپاکستان پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف پرون پخپل یو ویډیوي پیغام کې دبې نظیر بوټو د وژنې تور دهغې په خاوند اصف زرداري لګولی ؤ اؤ ویلي یې ؤ زرداري خپل حکومت کې ځکه دبې نظیر بوټو د وژنې پلټنې ونکړې چې دغه سازش کې یې پخپله لاس لرلو.

پخپل يو ټويټ کې اصفه بوټو زرداري ويلي دي دميډيا کومو ادارو چې دهغې په قول دغه " قاتل” ته کوم پام ورکوي هغې حيرانه کړې ده.

همدغه شان دبې نظير بوټو مشرۍ لور بختاور بوټو زرداري هم ويلي دي مشرف ته په ټي وي چينلو خبرې بندول او عدالتونو ته مخ کيدل پکار دي.

خپل ټويټ پيغام کې اصفه بهټو زرداري ويلي دميډيا لخوا تښتيدلي وژونکي ته په ورکړى کيدونکې توجو هغه بيزاره او حيرانه ده.

همدغه راز بختاور بوټو زرداري ويلي مشرف لکه دبزدلانو پشان هيواد څخه تښتيدلى او اوس په ګالف کورسونو کې مصروف دى،هغه دې پاکستان ته راشي او عدالت ته دې وړاندې شي.

پرویز مشرف د بې نظیر بوټو د وژنې تور دهغې په خاوند اصف زرداري وروستو له هغې لګولی چې زرداري د لاهور ایالتي محکمې ته خواست کړی چې پرویز مشرف دې د بې نظیر بوټو د وژنې په تور ګرفتار اؤ سزا دې ورکړی شي.

بې نظیر پوټو په ۲۷م دسمبر ۲۰۰۷م کې دپنجاب پیندۍ ښار کې یوې جلسې ته د وینا وروستو د نامعلومه تن په ډزو وژل شوې وه.

وروستو دهغې د وژنې تور دهاغه وخت په صدر جنرال پرویز مشرف واچول شو.

تیره میاشت د پینډۍ دترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې دبې نظیر بوټو د وژنې دکیس دپریکړې اورولو په مهال ویلي وؤ که چرې بې نظیر بوټو ته ښه امنیت ورکړل شوی ؤ نو دهغې ژوند بچ کیدلی شو

XS
SM
MD
LG