لاس رسیدونکی لینک

شمالي کوريا د يوې بلې جوهري ازماينې دړکه کړې


د جمعې په ورځ د شمالي کوريا مشر ويلي د ډونلډټرمپ بيان ثابته کړه چې دشمالي کوريا جوهري پروګرام په سمه مخه روان دی.

شمالي کوريا خبرداری ورکړی چې ډېر زر به بحرالکاهل سمندر کې يوه بله ايټمي ازماينه وکړي.

د شمالي کوريا دبهرنو چارو وزير ري يونګ په نیويارک کې خبريالانو ته ويلي دهېواد مشر کم جونګ ان په بحرالکاهل کې د يو بل هايډروجن بم د ازماينې کولو امر کولی شي.

د شمالي کوريا د بهرنو چارو وزير په نيويارک د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خپل ملک په استازيتوب موجود دی او روانه اوونۍ به غونډې ته وېنا هم کوي.

د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزير دغه بيان د خپل مشر د هغې بيان وروستو ورکړی په کوم چې نوموړي د امريکايي صدر ډونلډټرمپ د شمالي کوريا په اړه څرګندونې کړي او کم جونګ ان بيا ويلي امریکا به د دغو دړکو قيمت ورکوي.

د سه شنبې په ورځ امريکايي صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو غونډې ته په وېنا کې په شمالي کوريا سختې نيوکې کړې او ويلي ؤ چې شمالي کوريا دې امريکا او اتحاديانو ته یې د ګواښونو نه ډډه وکړي کنه امريکا به يې تباه کړي.

هغه کم جونګ ان ته "خودکشۍ پله روان راکټ مېن" ويلي چې د هغه د سفر انجام د تباهۍ نه علاوه بل نشي کېدی.

د جمعې په ورځ د شمالي کوريا مشر ويلي د ډونلډټرمپ بيان ثابته کړه چې دشمالي کوريا جوهري پروګرام په سمه مخه روان دی.

هغه دړکه کړې چې د امريکې په ضد به سخت ځوابي اقدامات وکړي.

شمالي کوريا په درېم ستمبر شپږمه جوهري ازماينه کړې د کوم په اړه چې ويل کيږي هغه هایډروجن بم ؤ.

د هغې وروستو ملګرو ملتونو په شمال کوريا لګولي بندیزونه نور سخت کړي او د پيانګ یانګ پرله پسې میزايل تجربې يې د سيمې دپاره خطره ګرځولې ده.

دا وړومبی ځل دی چې شمالي کوريا په ښکاره فضا کې بحرالکاهل کښې د جوهري ازماينې دړکه کړې ده.

د دغه ازماينې په نتيجه کې بحرالکاهل کې موجوده ټاپوګان د سختې خطرې سره مخ کېدی شي.

XS
SM
MD
LG