لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې کرکټ میچ،پاکستان الیون انګلینډ ته ماتې ورکړې


دمیچ په موقعه ټوله ایجنسۍ کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ
دمیچ په موقعه ټوله ایجنسۍ کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ

تراوږدې مودې دالقاعده اؤ طالب جنګیالو داثر لاندې پاتې شوې دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې په لمړي ځل دپاکستان اؤ انګلینډ دکرکټ دلوبغاړو ترمینځ دامن کپ ۲۰۱۷ په نوم دکرکټ ټي ۲۰ میچ شوی .

په دغه میچ کې دپاکستان الیون لوبډلې د انګلینډ الیون ټیم ته ماتې ورکړې ده.

دکرکټ دغه میچ چې دزیارت په ورځ دشمالي وزیرستان دمرکز میرانشاه په یونس خان لوبغالي کې شوی دپاکستان دپوځ په تابیا راجوړ کړی شوی ؤ چې مقصد یې خلکو ته قبائیلي سیمو کې دامن پیغام ورکول وؤ.

دکرکټ په دغه میچ کې پوځ ته دپاکستان کرکټ بورډ اؤ پاکستان سپرلیګ د اتلې لوبډلې پيښور زلمي ملاتړ هم ترلاسه ؤ.

په میچ کې دپاکستان الیون لوبډلې دټاس په ګټلو سره لمړی بیټنګ وکړو اؤ په ټاکلو ۲۰ؤ اوورونو کې یې د انګلینډ الیون لوبډلې ته د ۲۴۴ منډو هدف ورکړو.

انګلینډ الیون ددغه هدف په ترسره کولو کې ناکام شو اؤ د ۱۳۳ؤ منډو په جوړولو یې دغه میچ وبائیللو.

په میچ کې دپاکستان الیون لخوا شاهد اپریدي، کامران اکمل اؤ عمرامین غوره لوبه وکړه اؤ تر پنځوسو، پنځوسو زیاتې منډې یې جوړې کړې.

دامن کپ ۲۰۱۷ په نوم دکرکټ دغه لوبه کې دپاکستان پخوانی کرکټر انضمام الحق، شاهد اپریدی ، یونس خان، کامران اکمل، جنید خان ، عمرګل ،مشتاق احمد ، ریاض اپریدي اؤ وجاهت الله واسطي هم برخه لرله.

د پیښور زلمي لوبډلې مشر جاوید اپریدي ویلي چې پيښور زلمي به د لوبو په وده کې خپل کردار ترسره کوي اؤ په راتلونکي کې به هم دکرکټ میدانونو ته همدغسې ښکلا وربخښي.

په ټوئټر خپل پیغام کې ښاغلي جاوید اپریدي لیکلي چې لوبې قومونو ته د یووالي موقعه په لاس ورکوي.

سرچینې وایي دکرکټ ددغه میچ په موقعه ټول شمالي وزیرستان کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ دپوځ دځانګړي اجازت نه بغیر هیچا په سیمه کې تګ راتګ نه شو کولی.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور پخپله هم ددغه لوبې کتلو دپاره په یونس خان سټیدیم کې موجود ؤ.

دکرکټ میدان دقبائیلي وګړو څخه اوچ ډک ؤ اؤ ډهولونه پکې وهلی کیدل چې قبائیلي خلکو ورته دخوشحالۍ اتڼونه کول.

شمالي وزیرستان افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان هاغه قبائیلي سیمه ده چې دکال ۲۰۰۲م نه وروستو پکې القاعده اؤ طالب جنګیالو خپلې ځالې جوړې کړې وې اؤ دغلته عملاً دپاکستان د ریاست واکمني ختمه شوې وه.

خو وروستو په کال ۲۰۱۴م کې پاکستاني پوځ په دغه سیمه کې د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل اؤ دغه سیمه یې دجنګیالو د واکه ازاده کړه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG