لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د هر چا نه سېوا په افغانستان کې سوله غواړي، شاهدخاقان عباسي


د پاکستان وزيراعظم دغه خبرې د امريکې په نيويارک ښار کې دبهرنو اړيکو د شورا په ناسته کې پوښتنو په ځوابونو کې کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي پاکستان د بل هر چانه سېوا په افغانستان کې سوله غواړي، او دا تاثر چې په پاکستان کې وسله وال ځالې لري بيخي غلط دی پاکستان په خپله خاوره دښمن ته ماتې ورکړې او ځالې يې ورله تباه کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم دغه خبرې د امريکې په نيويارک ښار کې دبهرنو اړيکو د شورا په ناسته کې پوښتنو په ځوابونو کې کړي دي.

نوموړي د ترهګرۍ نه پاکستان ته د اوختي ځاني او مالي زيان يادګېرنه کړې او د افغانستان په اړه غږېدلی دی.

هغه ويلي وسله وال د پولې پورې غاړې افغانستان کې ځالې لري او د هغه ځای نه په پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي، ځکه پاکستان اوس په پوله ازغن تار لګوي.

هغه ويلي پاکستان د درې ملينه افغانانو کوربه توب کوي، او پاکستان په افغانستان کې په اقتصادي برخه، سيمه ييزه پروژو، سړکونو او توانائۍ په برخه کې کار کوي.

افغانستان او پاکستان د وړاندې نه په يو بل ترهګرو ته د پناه ورکولو تورونه لګوي او کابل او اسلام اباد دغه تورونه ردوي هم.

د افغانستان د سولې په اړه دريځ

ښاغلي عباسي ویلي افغانستان کې جګړه د مسلې حل نه دی او د پاکستان دريځ په ډاګه دی چې د افغانستان مسله دې د افغانانو په مشرۍ په خپلمنځي ناسته کې هواره شي او په خپله خاوره دې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي.

د پاکستان وزيراعظم دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان صدر اشرف غني د ملګرو ملتونو جنرال اسمبلۍ ته په وېنا کې په پاکستان غږ کړی چې افغانستان کې د سولې او ترهګرۍ ته د ماتې په لړ کې ور سره په ګډه کار وکړي.

د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان په اړه اعلان کړې تګلارې چې پکې نوموړي په پاکستان سختې نيوکې کړي، دغې پوښتنې ته په ځواب کې خاقان عباسي وویل، مونږ د امريکايانو او امريکايي انتظاميې سره په رابطه کې يُو او هدف مو يو دی د ترهګرۍ په ضد جنګ او افغانستان کې سوله راوستل.

هغه وويل، دا زمونږ (پاکستان) پاليسي ده او زمونږ کارکردګي ښايي چې د ترهګرۍ په ضد جنګېږو په خپله خاوره مو ترهګرۍ ته ماتې ورکړې او دغه جنګ ته دوام ورکوو، هغه زیاته کړه د افغانستان د بحران حل پوځي نه دی.

دې پوښتنې ته چې افغان صدر اشرف غني وايي اوس هم په پاکستان کې طالبان او وسله وال ځالې لري فعاليتونه کوي او نه يواځې پاکستاني طالبان بلکې نور ترهګر هم هلته ځالې لري؟

ښاغلي عباسي وويل دوي (پاکستان) پله حالات سم دي نن يواځې د افغانستان د لوري پاکستان کې په ځواکونو بريدونه کيږي، هغه وويل په وروستيو کې پاکستان کې شپږو ځانمرګو بريدونو کې پينځه افغان وګړي کارېدلي دي.

هغه وويل افغانستان ته يې ویلي که په پاکستان کې ورته ځالې مالومې وي دوي ته دې په ګوته کړي په ضد به يې ګامونه پورته کړي، خو نه په پاکستان کې وسله وال ځالې لري او نه د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد کاريږي.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې د پاکستان په سندهـ صوبه کې د لعل شهباز په زیارت د شوي بريد وروستو په اسلام اباد کې لوړ پوړي افغان چارواکي جي اېچ کيو ته بلل شوي او د ۷۶ ترهګرو فهرست ورته ورکړی شوی وو چې افغان حکومت دې په خپل هېواد کې پټو دغو وسله والو په ضد عملیات وکړي.

او د هغې نه يوه ورځ وروستو د افغانستان حکومت هم پاکستان ته د ۳۲ ترهګرو مرکزونو یو فهرست ورکړی او د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ويلي ؤ په دغو مرکزونو کې د افغان حکومت پر ضد ترهګر روزل کېږي.

د حقاني شبکې په اړه پوښتنه

د عباسي نه پاکستان کې د حقاني شبکې د موجودګۍ او پاکستاني استخباراتي ادارې ايي اېس ايي سره دممکنه اړيکو پوښتنه هم شوې، خو نوموړي ورته په ځواب کې ویلي د حقاني شبکې په اړه يې ډېر اورېدلي خو پاکستان کې داسې کومه شبکه فعاليت نه لري او نه پاکستان د بل کوم ملک په ضد دغه ډول شبکو ته اجازه ورکوي.

افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي.

نوموړي وزيراعظم په افغانستان کې د هند د رول په اړه ويلي، افغانستان کې ورته د هند کوم سياسي او پوځي رول د قبلولو نه دی، او سرمايه کاري د هر هېواد حق دی هر چرته يې کولی شي.

پاکستان کې د مذهب دسپکاوي قانون

د خاقان عباسي نه پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون په اړه پوښتنه شوې چې خلکو ته پکې د مرګ سزاګانې اورول شوي، په دغه نوم خلک راولاړ شوی وژنې يې کړي او د پاکستان داخله وزير د مارچ په میاشت کې په خپله ويلي د مذهب سپکاوي کوونکي د خلکو دښمنان دي؟ تاسو به د وزيراعظم په حېث د مذهب د سپکاوي د قانون او پکې د بدلون په اړه څه وايئ؟

ښاغلي عباسي وويل، په ملک کې د دې دپاره ښکاره قانون موجود دی او يواځې پارليمان په دې قانون کې بدلون کولی شي، د حکومت کار دا دی چې دغه قانون د بې ګناه خلکو په ضد ونه کاريږي، په دې باندې په اسمبليانو کې بحثونه هم شوي خو يواځينی واک د پارليمان سره دی چې بدلون پکې وکړي، نوموړي په دغه اړه د ډېر څه ویلو نه ډډه کړې ده.

د روان کال اپرېل په مياشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم زده کوونکی مشال خان په سوؤنو پارېدونکو خلکو او خپلو زده کوونکو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی ؤ. وروستو چارواکو ويلي ؤ داسې کوم شواهد يې نه دي ترلاسه کړي چې مشال د مذهب سپکاوی کړی ؤ.

د ډاکټر شکيل افريدي په اړه پوښتنه

خاقان عباسي د ډاکټر شکيل افريدي په اړه ويلي په جېل کې دی په صحت روغ دی او کورنۍ يې ورسره ليدو له ورځي.

خو د ډاکټرشکيل وکيلان وايي دويې ورسره د کال ۲۰۱۲م وروستو نه دي ليدلي او کورنۍ يې ورسره کله نا کله وينې خو د هغې کره مالومات نه خپريږي.

دغې پوښتنې ته چې هغه کوم قانون مات کړی او په جېل کې اچول شوی؟ ايا ځکه چې هغه د اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي ځواکونو لاس کړی کوم چې ستاسو ځای ناستي ویلي ؤ د پاکستان په حدودو کې نه ؤ.

عباسي دې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د اسامه بن لادن دموجودګۍ څخه دوي نه ؤ خبر، خو ډاکټر افريدی چې د پوليو پروګرام کې کار کوونکی ؤ که د اسامه په اړه ورته کوم مالومات ؤ هغه به د پاکستاني امنيتي ادارو سره شريکول او دوي به يې په ضد ګام پورته کوو.

ډاکټر شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبرايجسنۍ کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه.

امريکا ډاکټر شکيل اتل ګڼي.

د وزيرستان د خلکو شکايت

دې پوښتنې ته چې په نیويارک کې د وزيرستان خلک دا شکايت کوي چې اسلام اباد دغه سیمه د پامه غورځولې ده، نه ورله بجټ ورکوي نه پکې سکول شته؟ پاکستان به دا سيمه کله په خپل قامي چوکاټ کې راولي؟

په ځواب کې وزيراعظم عباسي وويل، تر څو چې د قبايلي علاقې تعلق دی تېره اوونۍ پاکستان کې په وړومبي ځل داسې قانون مخې ته راوړل شوی چې په عملي کېدو به یې قبايلي سیمه د پاکستان قامي چوکاټ ته راوستی شي.

هغه وويل دې عمل ته چې د سیاسي ټولنې او فاټا د خلکو مرسته ترلاسه ده هلته بدلون ډېر اسان نه دی ځکه چې هلته د ۱۰۰ نه د زياتو کلونو راهسې يو قانون راروان دی.

هغه وويل د سيمې د اقتصاد او پرمختيا دپاره پوره مالي بجټ ځانګړی کړی شوی او پاکستان ژمن دی چې زر دغه عمل پېل شي او فاټا په قامي چوکاټ کې راوستی شي.

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي دا وخت د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه کې د ګډون په موخه په نيويار ک کې دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG