لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوئټر انلاین ترهګرۍ سره تړلي درې لکه اکاوننټونه تړلي دي


Twitter
Twitter

دټولنیزو اړیکو ویب پاڼه ټوئټر وایي په نړۍ کې یې هاغه درې لکه اکاوننټونه تړلي چې دانلاین ترهګرۍ په غرض کاریدل.

خو په پاکستان کې څیړونکي اؤ دسوشل میډیا فعالین وایي چې اوس هم دټوئټر په ګډون په ګڼو ټولنیزو ویب پاڼو ترهګر اؤ تندلاري زیات فعاله دي اؤ په انلاین توګه دخلکو ذهنونه ځانته مائله کوي

پخپل یو بیان کې ټوئټر ویلي هغوئ دخپلې ویب پاڼې یوه کاریدونکې برخه نوره هم ښه کړې ده اؤ ددغه برخې په برکت یې په نړیوال کچ د ترهګرو اؤ دهغوئ د لاسپوڅو اکاوننټونو پورې ځان رسولی دی اؤ ددغو ورانکارو ۹۵ فیصده اکاوننټونه یې ختم کړی دي.

ټوئټر وایي چې دټولې نړۍ دحکومتونو لخوا ټوئټر ته ورکړی شوي معلومات نور هم په سیوا کیدو دی.

دټوئټر وینا ده چې دترهګرۍ په ضد روانه انلاین جګړه کې ددې نوي “ټول”یا برخې استعمال زیات ضروری دي ځکه چې هره ورځ د لکونو په شمیر پیغامونه لوستل یو ناشونی کار دی

خو دترهګرۍ په ضد په روانه جګړه ژور نظرلرونکی قبائیلي خبریال ناصر داوړ وایي چې اوس هم په پاکستان اؤ افغانستان کې ترهګر اؤ دهغوئ پلویانو سوشل میډیا دیوې مهمې وسلې په توګه کاروي.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ناصر داوړ وویل په پاکستان کې ګڼ شمیر هاغه تنظیمونه چې حکومت پرې بندیزونه لګولي ، پخپله که په یو مخصوص نوم په سوشل میډیا فعالیتونه نه کوي خو غړي یې په شخصي توګه اکاوننټونه لري.

هغه وایي ددغو تندروه تنظیمونو غړي اوس هم په ټوئټر، فیس بک اؤ نورو رسنیو په مستعار نومونو شراچوونکي پیغامات خپروي.

ښاغلی داوړ وایي “نن چې دا په پاکستان کې دتعلمیي ادارو دننه دتندلاریتوب رجحان سیوا کیږي ، ټول هم ددغه سوشل میډیا له امله دی، ځکه چې اوس تندلاري خپله مفکوره دجوماتونو پځایې دسوشل میډیا دلارې ډیر په اسانه خوروي.

هغه زیاته کړه ددغو تندلارو په سوشل میډیا مخنیوی به دومره زر ممکن نه شي خو په هاغه صورت کې چې دنړۍ حکومتونه ددې په مخنیوي کې ټولنیزو ویب پاڼو سره ریښتونې همکاري وکړي بیا اسانه ده چې دهغوئ مخه ونیول شي”

ټوئټر دا مهال ټوله نړۍ کې کې ۳۲ کروړه اؤ ۸۰ لکه صارفین یا کاروونکي لري چې هغوئ کې یوازې شپږ کروړه اؤ ۸۰ لکه امریکا کې موجود دي..

ټوئټر د اګست ۲۰۱۵م نه تراوسه نهه لکه ۳۵زره ۸ سوه اؤ ۹۷ اکاوننټونه تړلي چې په دې کې زیاتره سږکال بند کړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG