لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اشرف غني د ترهګرۍ ضد او سولې غږ ته پاکستان بايد مثبت ځواب اووايي، څيړونکي


پاکستان يه سمدستي ډول د اشرف غني تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی
پاکستان يه سمدستي ډول د اشرف غني تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی

څيړونکي وايي د افغان صدر اشرف غني د ترهګرۍ په ضد او د سولې غږ ته پاکستان بايد مثبت ځواب اووايي او په پراخه کچ د داوړه هېوادنو سياسي او پوځي مشران کښېني په خبرو د مسلو حل لاره ولټوي.

افغان صدر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې په پاکستان غږ کړی د افغان حکومت سره دې په شریکه د ترهګرۍ پرضد، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د حکومتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي صدر اشرف غني په نړيوال فورم يو مثبت پېغام ورکړی دی،"دا دوېم ځل دی چې صدر اشرف غني په پاکستان د خبرو غږ کوي او پاکستان بايد دې مثبت ځواب اووايي".

نوموړي وايي يو بله مثبته خبره دا ده چې ښاغلي اشرف غني په پاکستان سختې نيوکې نه دي کړي او له دې وړاندې په پاکستان د خبرو په غږ کې يې هم په پاکستان سخت ټکونه نه ؤ کړي.

هغه وايي "پکاره چې د دواړو هېوادونو پوځي او سياسي مشران کښيني او مسلې د خبرو د لارې هواري کړي".

اشرف غني دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې د اګست په میاشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د سويلي اسيا او د افغانستان دپاره خپله تګلاره اعلان کړې او په هغې کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

ښاغلي اشرف غني ويلي طالبان او ملاتړي يې د پوځي لارې دغه جګړه نشي ګټلی سوله د سياسي لارې راتلی شي.

هغه د طالبانو په ډلو هم غږ کړی چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته کښېني، او نوموړي د کوم هېواد د نوم اخستو پرته ويلي ځينې ترهګرو ته ګاونډيان پناه ورکوي او ملاتړ يې کوي.

اشرف غني له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م کې ويلي ؤ د وسله والو په ځای دې د سولې خبرې د پاکستان د حکومت سره وشي، هم دغه ډول خبره په کال ۲۰۱۱م کې پخواني افغان صدر حامد کرزي کړې وه.

رحيم الله يوسفزی وايي "که پاکستان او افغانستان نېغ په نېغه کښيني او خبرې کوي نو دا به مثبته خبره وي"، او نوموړي وايي د هغه په خيال که چرته " دا دواړه ملکونه په خپل کښې خبرو ته کښیني نو امريکا ته به پرې اعتراض هم نه وي".

ځينې څيړونکي په دې نظر دي چې پاکستان په افغانستان کې د هند په موجودګۍ اندېښني لري.

دپېښور پوهنتون پوليټيکل سائنس استاذ ډاکټر زاهدانور وايي، " که د پاکستان په دغه اړوند کومه غلط فهمي وي نو پکار ده چې د خبرو د لارې دغه غلط فهمی لرې کړی شي او د دواړه ځمکه د يو بل په ضد ونه کاريږي".

څيړونکي دا هم وايي چې د پاکستان خارجه پاليسي د سیاسي حکومت په لاس کې نه وي زيات واک يې پوځي اسټبلشمنټ سره وي او په خصوصي توګه د افغانستان په اړوند چې کومه پاليسي جوړيږي.

په پاکستان کې دننه ځينې سياستمدار هم په دې نظر دي چې د پاکستان خارجه او داخله پاليسي د اسټبلشمنټ په لاس کې ده که چرته د پارليمان په لاس کې وی نو کېدی سياسي حکومتونو ډېر وړاندې د ترهګرۍ د خاتمې ترڅنګ د ګاونډي ملکونو سره اړيکې سمې کړې وی.

پاکستان يه سمدستي ډول د اشرف غني تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی او د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي به په ۲۱م ستمبر د زیارت يا پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خپله وېنا کوي.

د پاکستان وزيراعظم د سه شبنې په ورځ په نيويارک کې د امریکا د مرستيال صدر ترڅنګ د څو نړيوالو مشرانو سره ليدلي خو د افغان صدر اشرف غني سره یې ليدنه نه ده شوې، ويل شوي نن د چهارشنبې په ورځ به دواړه مشران ليده کاته وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG