لاس رسیدونکی لینک

دبلوچستان خلکو ملګرو ملتونو ته دپاکستان دپوځ شکایت کړی


په بلوچستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري

د بلوڅو د جمهوریت ګوند استازي او فعال، عبدالنواز بګټي د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په بلوجستان کې د پاکستان لخوا د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړي دي.

ښاغلي بگټي وویل "په بلوچستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري. د پاکستان پوځ د خپلو بدنامه تگلارو په مرسته هڅه کوي چې بلوڅان له خپل ټاټوبي څخه ورک کړي”

هغه زیاته کړه په بلوچستان کې په زرگونه بلوڅان له کومې نخښې پرته تري تم شوي اؤ د هاغو بلوڅانو په زرگونو مړي چې مخکې ورک شوي اوشکنجه شوي موندل شوي دي

بلوڅ بیلتون غوښتونکي له یوې لسیزې راپدې خوا له پاکستان څخه د بلوچستان د آزادولو په خاطر مبارزه کوي.

شورا ته پخپلې وینا کې بګټي وویل چې زرګونه خلک له بلوچستان څخه لادرکه شوي دي.

د بلوڅو د جمهوریت گوند استازي زیاته کړه "پاکستان دوه مخی سیاست کوي. دوی د بلوڅانو سیاسیي گوندونه په رسمیت نه پیژني او حتی د محصلینو سازمانونو باندې یې بندیز لگولی

خو هغه بیا وایي چې په هم دغه پاکستان کې مذهبي افراطي او جهادي سازمانونه لکه لشکر طیبه، سپاه صحابه، جماعت الدعوا، افغان طالبان او حافظ سید ځیني مثالونه دي چې په ازاده توگه په بلوچستان کې فعالیت کوي.

بلوڅ مبارزین په دې نظر دي چې له طبیعي منابعو ډکه خاوره یې د پاکستان لخوا تر استعمار لاندې ده.

بلوچستان دپاکستان د رقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ تر ټولو لویه صوبه ده اؤ دا مهال په دغه صوبه کې ګڼ شمیر وسله وال تنظیمونه د حکومت یاغی توب ته راولاړ شوي دي.

دغه تنظیمونه تور لګوي چې دپاکستان حکومت د بلوچستان د خلکو بشري ، ائیني اؤ جمهوري ازادۍ تروړلي اؤ ددې صوبې په وسائیلو پنجاب خیټه اچولې ده.

وخت په وخت په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ تنصیباتو بریدونه هم کیږي.

خو دپاکستان حکومت اؤ پوځ بیا دا تورونه ردوي چې ګنې دبلوچستان دخلکو سره توپیري چلند کوي.

په پاکستان کې حکومت اؤ پوځ دواړه دریځ لري چې په دغه ایالت کې ورانکاري دځینو غلیمو هیوادونو په لمسه کیږي چې مقصد یې دبلوچستان دخلکو پاکستان څخه زړه تورول دي .

د پاکستان خارجه وزارت د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې د سویټزرلینډ سفیر ته احتجاج کړی و چې سویس حکومت یو پاکستان مخالف ډلې ته د پاکستان خلاف د پوسټرو لگولو اجازت ورکړی و. د خارجه وزارت د بیان ترمخه، سویس حکومت یو غیر قانونه "ترهگر" ډلې ته د فعالیت اجازت ورکړی و. د ډلې نوم نه و اخیستل شوی.

خو د بلوڅو فعالانو په باور پاکستان د یوې منظمې پالیسۍ له مخې کوښښ کوي چې بلوڅان و‎ځپي.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

XS
SM
MD
LG