لاس رسیدونکی لینک

د میکسیکو په زلزله کې ٢٢٥ کسان مړه شوي دي


د ځايي مطبوعاتو ترمخه ډېری ودانۍ غورځېدلي، او مېکسيکو ښار کې د بجلۍ نظام تباه شوی دی، مېکسيکو د نړۍ د ګڼې ابادۍ په ښارونو کې يو شمېرل کيږي.

په مېکسيکو کې د زلزلې دلاسه د مړه شوو کسانو شمیره ٢٢٥ ته رسیدلې ده.

د سه شنبې په ورځ شوي د ۷.۱ شدت زلزلې په لویه شمېره کې ودانۍ غورځولي.

د مېکسيکو د سول ډيفنس ايجنسۍ مشر لويس فيليپ په ټويټر ويلي، ۱۱۷ په مېکسيکو ښار کې مړه شوي، ۷۲ په مورلېس رياست، ۴۳ په پيبلا او ۱۲ په مېکسيکو رياست کې مړه شوي دي.

د زلزلې مرکز د مېکسيکو ښار نه جنوب ختيځ پله په ۱۲۳ کلوميټره کې پروت پيبلا علاقه وه.

صدر اينريکا پينا په پلازمينه کې يو سکول ته ورغلی د کوم سکول ودانی چې په زلزله کې راغورځېدلی دی، د مېکسيکو د تعليم سيکرټري اورليونونو ويلي په سکول کې ۲۵ تنه مړه شوي او ۱۱ نور بچ کړی او ۳۰ ورک دي.

صدر په يو ويډيو بيان کې ويلي، حکومت دې ته لمړيتوب ورکوي چې د زلزلې نه اغېزمن خلک وژغوري او هغو ته طبي اسانتياوې ورسوي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه ډېری ودانۍ غورځېدلي، او مېکسيکو ښار کې د بجلۍ نظام تباه شوی دی، مېکسيکو د نړۍ د ګڼې ابادۍ په ښارونو کې يو شمېرل کيږي.

عام خلک او امدادي ادارې د غورځېدلو ودانو لاندې ګېر شوؤ خلکو راويستو په هڅو کې بوخت دي.

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د مېکسيکو د مرستې کولو په پېغام کې د مېکسيکو د خلکو دپاره دعا غوښتې او ويلي يې دي مونږ ستاسو سره يُو.

د مېکسيکو چارواکو نړيوال هوايي ډګر او سکولونه تړلي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د مېکسيکو په جنوبي برخه کې شوې زلزلې لږترلږه ۹۰ تنه وژلي وو.

مېکسيکو کې ۳۲ کاله وړاندې د ۸.۰ شدت زوروره زلزله راغلي او نزدې ۱۰زره تنه يې وژلي وو.

XS
SM
MD
LG