لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انګ سان سوچي په راخائن کې د بشري حقونو سرغړونه رد کړې ده


خو هغې په دې خبره زور راوړی چې ګام به د ټولو  تورونو په قوي ثبوت وړاندې کولو اخستلی شي.
خو هغې په دې خبره زور راوړی چې ګام به د ټولو  تورونو په قوي ثبوت وړاندې کولو اخستلی شي.

د میانمار مشرې انګ سان سوچي ويلي وحکومت يې په راخائن رياست کې د هر ډول بشري حقونو د سرغړونې غندنه کوي، راخائن کې د څلورو لاکو نه زيات روهنګيا مسلمانان ګاونډي بنګله دېش ته په تېښته مجبور کړی شوي دي.

نن د سه شنبې په ورځ پلازمينه نېپی کې د بهرنو سفيرانو ډلې سره د ليدو په مهال نوبېل جايزه ګټونکې انګ سان سوچي باور ورکړو چې که چرته هم د بشري حقونو سرغړونه شوي يا د مذهبي همغږۍ بي ثباتۍ عمل ترسره کړی شوی يي، قانوني چلند به ورسره کيږي.

خو هغې په دې خبره زور راوړی چې ګام به د ټولو تورونو په قوي ثبوت وړاندې کولو اخستلی شي.

سوچي وويل میانمار به د هغو کډوالو د پېژندنې پېل کړي څوک چې په خپله خوښه بيرته راتلل غواړي د دویې خواست به قبلولی شي.

هغې ويلي اوس هم ډېر مسلمانان په خپلو کورونو کې دي او هغوي په سیمه کې نه دي اغېزمن شوي، هغې په سفارتکارو غږ کړی چې د حکومت سره يې په شريکه په راخائن کې د مسلمانانو ژوند وګوري چې ولې دوي کامیاب ژوند کوي.

راخائن کې د روهنګيا تندلارو په پوليس پوستو او پوځي مرکزونو باندې په ۲۵ اګست د بريدونو وروستو د تشدد پېښو زور نيولی او امنیتې ځواکونو ورته په سختۍ ځواب ويلی او په سيمه کې اړی ګړی جوړ شوی دی.

دغو حالاتو ته ملګرو ملتونو د "نسل کشۍ مثالي کتاب" ويلي دي.

راخائن کې د تشدد په پېښو د سوچي په غلي پاتې کېدو په غبرګون کې په هغې په نړيوال کچ نیوکې شوې وې.

هغې وړاندې د راخائن د بحران په اړه راپورونه رد کړي او ويلي يې ؤ چې ترهګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره جعلي مالومات خپرول کيږي.

د اکثريتي بدمت منونکو ميانمار کې روهنګيا د بنګال کډوال ګڼل کيږي او د هغوي تابعيت رد کولی شي، که څه هم دويې په ميانمار کې خپلې کورنۍ د نسلونو راسې څرګندوي چې دغلته استوګن دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG