لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جماعت الدعوه د لاهور نه وروستو د پېښور په ضمني انتخاباتو کې خپل کانديد ودروي


څيړونکي وايي د جماعت الدعوه په رنګ تندروه ډلې مخې ته راوستل او هغو ته د فعاليتونو اجازه ورکول په ټولنه کې تندروۍ ته وده ورکول دي.
څيړونکي وايي د جماعت الدعوه په رنګ تندروه ډلې مخې ته راوستل او هغو ته د فعاليتونو اجازه ورکول په ټولنه کې تندروۍ ته وده ورکول دي.

مذهبي تندروه ډلې جماعت الدعوه چې د ملي مسلم ليګ په نوم ګوند جوړ کړی او د پنجاب صوبې سر ښار لاهور د قامي اسمبلۍ حلقه اېن ای -۱۲۰ په ضمني انتخاباتو کې يې برخه اخستې، اوس د پېښور په اېن ای ـ۴ حلقه باندې د ضمني انتخاباتو دپاره خپل کانديد ودروي.

د پېښور اېن ای ـ ۴ باندې د تحريک انصاف ډلې په ټکټ کامياب شوی ګلزارخان د اګست په ۲۸م نېټه په حق رسېدلی او الېکشن کمېشن په دغه چوکۍ د اکتوبر په ۲۸ د ضمني انتخاباتو اعلان کړی دی.

څيړونکي وايي د جماعت الدعوه په رنګ تندروه ډلې مخې ته راوستل او هغو ته د فعاليتونو اجازه ورکول په ټولنه کې تندروۍ ته وده ورکول دي.

د سياسي چارو کار پوهه توصيف احمدخان وايي، په لاهور کې د جماعت الدعوه سره تحريک لبېک نومې تنظيم چې د ممتاز قادري پلويان دي دویې د لاهور په انتخاباتو کې د کرکې ډک راپارؤنکي تقريرونه کړي دي.

هغه وويل دغه رنګ "د پخواني وزيراعظم زوالفقارعلي په ضد کمپاېن کې جوماتونه د سياسي ګټو دپاره کارول شوي وو او د هغې په نتيجه کې ډېر منفي حالات رامنځته شوي او د جنرال ضيا ناوړه دور راغلو او بيا افغان جګړه پېل شوه".

نوموړي وويل د دغه شان تنظيمونو مخې ته راوستل څرګندوي چې د هغه زمانې حالات بيرته تکرارول کيږي " په ټولنه کې تندورۍ ته وده ورکول کيږي او په نړيوال کچ دا ثابتول کيږي چې ترهګر زمونږ (پاکستان) سره اوس هم قانوني حيثيت لري نو دا ډېر خطرناک صورتحال دی".

هغه وويل په داسې کېدو سره به په پاکستان نړيوال فشار سېوا کيږي.

جماعت الدعوه د نظربند حافظ سعيد ډله ده د کومې پخوانی نوم چې لشکرطیبه دی او پاکستان کې پرې بندېز لګول شوی دی، جماعت الدعوه هم د څار لاندې فهرست کې اچول شوې ده.

دغه ډله چې د فلاح انسانيت په نوم يوه اداره هم چلوي په وروستيو کې يې د ملي مسلم ليګ په نوم سياسي ګوند اعلان کړی خو دغه ګوند د انتخابي کمیشن سره تراوسه ثبت (رجسټرډ) نه دی.

حافظ سعيد امريکا ته انتهايي مطلوب تن دی او د هغه په سر امريکا ۱۰ملينه ډالره انعام هم مقرر کړی دی، دهغه په ډله په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې د ترهګر بريدونو تور هم دی.

د لاهور په انتخاباتو کې د ملي مسلم ليګ ګوند ملاتړي کانديد محمديعقوب شېخ د ۵ زرو نه زیات ووټونه اخستي وو چې دغومره ووټونه پاکستان پيپلزپارټۍ هم نه دي اخستي.

د نيويارک ټائمز ورځپاڼې ترمخه يعقوب شېخ امريکې په کال ۲۰۱۲م کې د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړی ؤ.

راپورونه د ملي مسلم ليګ د مشرانو له قوله وايي دغې ډلې په پېښور کې د اېن ای ـ ۴ د انتخاباتو دپاره حاجي لياقت خان نومولی دی.

راپورونه وايي د پېښور سره تعلق لرونکي لياقت خان خپل ټول ژوند د جماعت الدعوه سره تېر کړی او د دغه ډلې فعاله غړی دی.

څيړونکی حسن عسکري وايي، " مذهبي وسله والې ډلې انتخابات ګټلی نشي دويې ته د خپل فکر خلک ووټ ورکوي دويې په يواځې په سر څه نشي کولي او نه ډېر خلک دويې ته ووټ ورکوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG