لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان خپله خاوره د بل چا په ضد کارېدو ته نه پرېږدي، احسن اقبال


د احسن اقبال په وېنا ايجنډا يې د پرمختګ ده او نن دفاع د معيشت سره تړلې ده او معيشيت سولې ته اړتيا لري.
د احسن اقبال په وېنا ايجنډا يې د پرمختګ ده او نن دفاع د معيشت سره تړلې ده او معيشيت سولې ته اړتيا لري.

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي پاکستان يوه داسې "پاليسي فېصله کړې ده چې په دې سيمه کې د سولې دپاره، خپله خاوره به چاته هم د کوم بل ملک په ضد د ترهګرۍ دپاره د کارېدو اجازت نه ورکوي"، او حکومت يې په دې خبره ډېر ټينګ ولاړ دی.​

د احسن اقبال نه وړاندې هم دغه خبره پاکستاني چارواکو بيا بيا تکرار کړې ده.

اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې هغه وويل، "حکومت يې نه غواړي چې څوک يې خاوره د بل ملک په ضد د ترهګرۍ دپاره وکاروي، او نه غواړي چې کوم بل ملک خپله خاوره د پاکستان په ضد کاروېدو ته پرېږدي".

احسن اقبال زياته کړه " د دې مقصد دپاره دوي د افغانستان د حکومت سره په پوره ډل کار کوي".

داخله وزير دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د اګست په میاشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه خپلې اعلان کړې تګ لاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

صدر ټرمپ ويلي ؤ چې پاکستان د امريکا نه په اربونو ډالره اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.او پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.

د هغې وروستو د امريکې د پاکستان او افغانستان دپاره ځانګړې استازې سفر پاکستان ځنډولی او د خواجه اصف د واشنګټن سفر هم وروستو کړی شوی ؤ.

د احسن اقبال په وېنا وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي چې ځينې کسان چې په نورو ملکونو کې په بند کې دي هغه د پاکستان د بدنامولو دپاره کاريږي.

هغه وويل پاکستان په سختۍ سره په دې اصولو او نظريه باندې ټنګ ولاړ دی چې په دې سيمه کې امن غواړي، خپله خاوره د چا په ضد کارېدو ته نه پرېږدي او که څوک دغسې کوي په ضد به یې د سفارتي لارې احتجاج کوي.

د احسن اقبال په وېنا ايجنډا يې د پرمختګ ده او نن دفاع د معيشت سره تړلې ده او معيشيت سولې ته اړتيا لري.

د پاکستان دغه دريځ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې نړيوال مشران د ملګرو ملتونو د ۷۲ غونډې دپاره نيویارک ته ټولیږي.

ويل کيږي د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې به د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان او امريکا د مشرانو سره هم ويني.

پاکستان او افغانستان د اوږدې مودې نه په يو بل تورونه لګوي چې خپله خاوره د يو بل په ضد کاروي خو کابل او اسلام اباد دغه تورونه تل رد کړي هم دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG