لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې د پولیو ضد درې ورځنی کمپاين پېل شوی


په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې سږ کال د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

پاکستان کې نن د ګل يا دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاين پېل شوی دی، چارواکي وايي د پينځه ؤ کالو نه کم عمر د ۳۷ ملينو نه زياتو ماشومانو ته به په کمپاين کې څاڅکي ورکولی شي.

پاکستان کې دپولیو د خاتمې دپاره جوړې ادارې ترمخه سږ کال په ملک کې د پوليو څلور پېښې ثبت شوي دي، چې پکې يوه په ګلګت بلتستان، يوه په پنجاب، يوه په سندهـ او يوه په بلوچستان صوبه کې ثبت شوې ده.

په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې سږ کال د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

تېر کال په پاکستان کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې چې پکې اته اته په خېبرپښتونخوا او سندهـ صوبو، دوه دوه په قبايلي سيمو او بلوچستان کې مخې ته راغلې وې.

نن د ګل د ورځې نه پېل شوي درې ورځنې کمپاين کې د خېبرايجنسۍ باړه تحصيل، د شمالي وزيرستان ميران شاه، ميرعلي، دته خېل او د شمالي وزيرستان وانا، سراروغه، سروکۍ، مکين، لدا او تیارزه نه دي شامل، په دغو علاقو کې به د ۲۵ ستمبر نه کمپاين پېل کيږي.

د قبايلي سيمو دپاره د پوليو د مخنيوي مرکز( فاټا اېمرجنسي سنټر ) ويلي فاټا کې په تېر يو کال کې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې او دوي هڅه کوي چې دې تسلسل ته دوام ورکړي او د پولیو وايرس د سيمې نه په بشپړ ډول ختم کړي.

په فاټا کې روان کمپاين کې به د پوځ په څارنه کې د پينځه ؤ کالو نه کم د لسو لاکو نه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی کيږي.

دغه ډول خېبرپښتونخوا کې هم په يو کال کې د پوليو پېښه نه ده ثبت شوې او د ۳۰ پوليس سرتېرو په څار کې به د ۵۶ لاکو نه زياتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکړی کيږي.

پاکستان اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمار دی چرته چې د پوليو وايرس موجود دي، د پاکستان نه علاوه په افغانستان او نايجيريا کې د پوليو وایرس شتون لري.

د راپورونو ترمخه افغانستان کې سږ کال د پولیو شپږ پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG