لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غېرسرکاري نتيجې: کلثوم نواز د لاهور په ضمني انتخاباتو کې زيات ووټونه اخستي


د حلقې ټول ۲۲۰ پولينګ اسټېشنې حساسه ګرځول شوي او د پوځ په څار کې رایې ورکولی شي.
د حلقې ټول ۲۲۰ پولينګ اسټېشنې حساسه ګرځول شوي او د پوځ په څار کې رایې ورکولی شي.

د غېر سرکاري او غېرختمي نتيجو ترمخه د پاکستان د مخکني وزيراعظم نوازشريف مېرمن کلثوم نواز د لاهورپه حلقه اېن ای ۱۲۰ ضمني انتخاباتو کې زياتې رايې اخستې دي.

د پاناما په کېس کښې د نوازشريف د نااهله کېدو وروستو د لاهور نه د قامي د اسمبلۍ حلقه ۱۲۰ خالي شوې، او نن د اتوار په ورځ پرې ضمني انتخابات ترسره شو.

په دغه حلقه باندې د مسلم ليګ ن نه د نوازشريف مېرمن کلثوم نواز او د تحريک انصاف د ډاکټرياسمين راشد په ګډون نزدې ۴۴ کانديدان په مېدان وو او وېل کېده سيالي د ن ليګ او تحريک انصاف د کانديدانو ترمنځ ده.

د ځايي مطبوعاتو د راپورونو ترمخه د غېر سرکاري او غېر حتمي نتيجو ترمخه کلثوم نواز ۵۸ زره ووټونه اخستې او ياسمين راشد ته ۴۳ ووټونه ترلاسه شوي دي.

په سيالۍ کې په ګډون والو ۴۴ کانديدانو کې ۱۲ د سياسي ګوندونو او پاتې نور ازاد وو.

د حلقې ټول ۲۲۰ پولينګ اسټېشنې حساسه ګرځول شوې او د پوځ په څار کې رايې ورکړی شوي دي.

ځايي ټي وي چېنلو د دې انتخاباتو دپاره ځانګړې خپرونې خپرولې او راپورونه يې ورکړي چې په ځينو پولينګ سټېشنوکې د مسلم ليګ ن او تحريک انصاف د غړو ترمنځ نښتې هم شوي دي خو الېکشن کمېشن ويلي انتخابات په پرامنه ډول سرته رسېدلې دي.

د ووټونو ورکولو عمل د سهار اته بجو نه پېل شوی او ترمازيګر پينځه بجو به روان وي.

د پاکستان الېکشن کمېشن د بائيومېټرک يا برقي مشين د لارې د رايو اچولو دپاره په ۳۹ پولينګ سټېشنو کې مشينان هم لګولي وو.

دغه حلقه د مسلم ليګ ن ډلې قوي مرکز ګڼل کيږي.

د ۲۰۱۳م په عامو انتخاباتو کې هم ياسمين راشد د نوازشريف په ضد مېدان ته راوتې او بايللې يې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG