لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: چاؤدنه کې تحصيلدار او د ليویز څلور سرتيري وژل شوي


د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د پاکستان قبايلي سیمه باجوړ ايجسنۍ کې د سړک غاړې ښخ يو بم په چاؤدنه کې ځايي پوليټيکل تحصيلدار او د لیويز څلور سرتيري وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د پوليټيکل انتظاميې ترمخه د سړک غاړې بمي چاؤدنې پېښه نن د اتوار/يکشنبې په سهار د باجوړايجنسۍ لویې ماموند په تنګي ګړيګال علاقه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وېنا تحصيلد فواد د خپلو ساتونکو ليويز سرتېرو سره په ګاډي کې روان ؤ چې د سړک غاړې ښخ بم پرې وچاؤدو.

پوليټيکل چارواکو پخلی کړی چاؤدنه کې تحصیلدار سره د څلورو سرتېرو وژل شوی او يو سرتېری ژوبل شوی دی.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته شوي او د امنيتي ځواکونو، ځايي انتظاميې د چارواکو سره پکې د امن لښکر مشران او غړي هم وژل شوي دي.

د اګست په مياشت کې د باجوړ ایجنسۍ په چارمنګ علاقه کې يوه چاؤدنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو.

په عېن حال کې چې پاکستان کې د وسله والو ډلو تندلارو په ضد د پوځي عملياتو په ترڅ کې په ځانګړي ډول قبايلي سیمو کې د امنیت په ځای کېدو ادعاوې کيږي او اوس هم په ملک کې د ردالفساد په نوم عملیات دوام لري.

خو په قبايلي سیمو کې بيا هم د ترهګرۍ پېښې دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG