لاس رسیدونکی لینک

افغانستان:نښتو کې شپږ پولیس اؤ پینځه جنګیالي وژل شوي


په ننګرهار ولایت کې دداعش اؤ طالبان زیات فعاله دي اؤ زیاتره وخت ددوئ خپلو کې نښتې هم کیږي.

افغانستان کې په امنیتي پوسته دطالبانو برید کې شپږ پولیس اؤ دداعش اؤ طالبانو خپل منځي نښته کې پنیځه جنګیالي وژل شوي.

دسیمې څخه سرچینو د شنبې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ویلي تیره شپه په بادغیس ولایت کې وسله والو جنګیالو دپولیسو په یوه پوسته برید کړې چې پکې شپږ پولیس وژل شوي اؤ دوه تنه نور ژوندي وسله والو دځان سره بوتلي دي.

دسیمې دپولیسو یو تن مشر قاسم خبریالانو ته ویلي چې طالبانو د لامان په سیمه کې دبرید په مهال د پولیسو نه پوسته هم نیولې وه خو دغه پوسته د اوږدې نښتې نه وروستو دولتي ځواکونو بیا ترلاسه کړې ده.

بلخوا دپاکستان سره په پوله پروت دننګرهار ولاتی په چپرهار سیمه کې ترهګرو ډلو داعش اؤ طالبانو ترمینځ یو سخته نښته شوې چې دچارواکو په وینا پینځه جنګیالي پکې وژل شوي دي.

دننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاني مطبوعاتو ته ویلي دغه نښته کې اولسي خلکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی خو وسله وال پکې مړه شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې دداعش اؤ طالبان زیات فعاله دي اؤ زیاتره وخت ددوئ خپلو کې نښتې هم کیږي.

افغان حکومت دعوه کوي چې په ټول هیواد کې یې د ناټو دځواکونو په مرسته دترهګرو ډلو په ضد دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده خو ددې ترڅنګ هم پرله پسې په افغان ځواکونو د وسله والو ډلو دبریدونو خبرونه مخې ته راځي.

افغان چارواکي تور لګوي چې په افغان ځواکونو بریدونو کې ککړو وسله والو ډلو ته دپاکستان مرسته ترلاسه ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي

XS
SM
MD
LG