لاس رسیدونکی لینک

 پاکستان دې د ډیورنډ په کرښه  ازغن تار لگول ودروي- د افغانستان غوښتنه


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دناټو، پاکستان او افغان چارواکو په شريکه غونډه کې پاکستان ته ويل شوي دي چې په ډیورنډ کرښه د اغزن تار دغزیدو چارې دې ودروي ،له کرښې د هغې غاړې دې دافغانستان په خاوره د توغندو بریدونو ته دپای ټکی کیږدي او د ترهګرو مرکزونو دې وتړي-

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیر واي په کابل کې د تیرې سه شنبې یا نهې په ورځ په جوړه غونډه کې افغان پوځي چارواکو دپاکستان له پوځي پلاوي څخه دغه مهمې غوښتنې کړې وې.

وزیري وویل دپاکسان پوځي پلاوي د کابل څخه غوښتنه وکړه چې د داعش پرضد ګډ پوځي عملیات وکړي خو په ځواب کې افغان پوځي چارواکو اوویل د داعش ډله یې له ماتې سره مخامخ کړې ده او تر دې دمه یې د څلورو مهمو مشرانو په ګډون ورله ګن شمیر مرکزونه له منځه وړي دي-

نور تفصيل په دې رپورټ کې د حقمل روان څخه واورۍ

XS
SM
MD
LG