لاس رسیدونکی لینک

کرم ایجنسي:افغانستان سره په پوله ډرون برید کې درې طالب جنګیالي وژل شوي


په نخښه کړل شوي کور کې دافغانستان دطالبانو دتحریک مهم کمانډر ملا عصمت ضعیف اؤ دهغه جنګیالي دیوې میلمستیا په لړ کې راټول شوي وؤ

امنیتي سرچینې وایي دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه کرمې ایجنسۍ کې دبې پیلوټه امریکایي جاسوسي الوتکې په برید کې درې طالب مشران وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ددې ګواښ نه وروستو چې امریکا به نوره پاکستان کې دتندلارو په ځالو غلې نه پاتې کیږي دپاکستان په خاوره د طالب جنګیالو په ضد دا دامریکایي ډرون لمړی برید دی.

دجمعې په ورځ دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دبې پیلوټه امریکایي الوتکې دغه برید په غوز ګړهۍ سیمه کې په یو کور شوی دی .

امنیتي سرچیني وایي په نخښه کړل شوي کور کې دافغانستان دطالبانو دتحریک مهم کمانډر ملا عصمت ضعیف اؤ دهغه جنګیالي دیوې میلمستیا په لړ کې راټول شوي وؤ چې برید پرې وشو.

امنیتي سرچینو په دغه برید کې پخپله د ملا عصمت ضعیف، دهغه د یو وراره اؤ زوم د وژل کیدو پخلی کړی اؤ د دوؤ ژوبل شوؤ پیژندګلو مخې ته نه ده راغلې.

په کرمه ایجنسۍ کې امریکایي جاسوسي الوتکو دا برید په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې امریکايي، افغان اؤ پاکستاني پوځي مشرانو کابل کې ترسره شوؤ درې اړخیزه خبرو اترو کې دترهګرۍ په ضد د جګړې چټک کولو پریکړه کړې ده.

امریکا اؤ افغانستان دریځ لري چې پاکستان کې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړل شوي چې افغانستان کې په افغان اؤ ناټو ځواکونو بریدونه کوي.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو په ضد ضرب عضب عملیاتو کې یې دترهګرو نیټ ورک له مینځه وړی خو څیړونکي دپاکستان دغه دعوې ردوي اؤ وایي په دغو پوځي عملیاتو کې یوازې هاغه پاکستاني طالبان په نخښه کړل شوي چې دپاکستان دننه بریدونه کوي.

له دې وړاندې هم دپاکستان قبائیلي سیمو اؤ بیلابیلو منطقو کې دبې پیلوټه امریکایي الوتکو په بریدونو کې دطالبانو اؤ القاعده ګڼ شمیر مهم مشران وژل شوي‌ دي.

پاکستان پخپله خاوره ډرون بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف بولي خو امریکا دریځ لري چې دترهګرو دختمولو دپاره ورسره ډرون تر ټولو مهمه وسیله ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG