لاس رسیدونکی لینک

امریکا،پاکستان اؤ افغانستان دترهګرۍ په ضد په ګډه جګړه صلاح شوي


پوځ وایي دغه غونډه کې دریواړو اړخونو دترهګرې ډلې داعش د له مینځه وړلو ژمنه کړې

دپاکستان پوځ وایي کابل کې ترسره شوې درې اړخیزه غونډه کې په دې خبره صلاح راغلې چې ترهګري ټولې سیمې دپاره یوه ګډه خطره ده اؤ ددې په ضد جګړې ته به هم په ګډه دوام ورکولی شي.

دزیارت په ورځ دپاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي چې کابل کې د پاکستان،امریکا اؤ افغانستان ترمینځ ترسره شوؤ درې اړخیزه خبرو کې دپاکستان شپږ کسیزې پوځي ډلې دمیجرجنرال شاحرشمشاد په مشرۍ برخه اخستې .

پوځ وایي دغه غونډه کې دریواړو اړخونو دترهګرې ډلې داعش د له مینځه وړلو ژمنه کړې اؤ په دې صلاح شوي چې دداعش ختمولو دپاره باید خپلو کې مرستې نورې هم سیوا کړل شي.

دپوځ بیان کې راغلي چې درې اړخیزه غونډه کې پخپل منځي ګټو اؤ تحفظاتو اؤ دپاکستان اؤ افغانستان غونډه کې په پوله د ډزو اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په لارو هم خبرې شوي دي.

خو پوځ نه ده واضحه کړې چې دغو خبرو کومه سمدستي نتیجه ورکړې یا پکې کومې مهمې پریکړې شوي دي.

دپاکستان سره دا مهال دامریکا اؤ افغانستان اړیکې زیاتې تاؤژنې شوي دي اؤ‌ دغه دواړه هیوادونه دعوه کوي چې پاکستان پخپله خاوره هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

افغانستان اؤ‌ سویلي ایشیاء دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال تیره میاشت دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې نور به پاکستان کې دترهګرو په خوندي ځالو غلی پاتې نه شي.

هغه ویلي وؤ پاکستان امریکا نه دترهګرۍ په ضد جګړه کې په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

افغان صدر اشرف غني هم وایي چې پاکستان طالبان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې جګړې ته دوام بخښلی دی خو پاکستان دغه تورونه نه مني اؤ وایي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG