لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:ځانمرګي برید کې درې کسان وژل شوي


د چاودنې ځای ته نږدې د کرکټ او فوټبال لوبغالي موقعیت لري
د چاودنې ځای ته نږدې د کرکټ او فوټبال لوبغالي موقعیت لري

په کابل کې پولیس وايي یو ځانمرګي درې کسان ووژل چې یو یې پولیس دی. په برید کې پنځه کسان ژوبل شوي هم دي چې درې یې پولیس دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په ټپیانو کې هم درې کسه پولیس شامل دي.

هغه وویل "د کرکټ بورډ د امنیت لپاره درې امنیتي کمربندونه جوړ شوي، چې بریدګر په لومړي کمربند کې د پولیسو له خوا وپیژندل شو او ورسره چاودیدونکو موادو ته یې چاودنه ورکړه".

د چاودنې ځای ته نږدې د کرکټ او فوټبال لوبغالي موقعیت لري، چې په کې د کرکټ شپږیزه لیګ او د فوټبال غوره لیګ سیالۍ ترسره کیږي.

د کابل د پولیسو د ویاند پر وینا، چې بریدګر غوښتل د کرکټ لوبغالي ته دننه شي، خو هدف ته له رسیدو مخکې یې ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

دغه ځانمرګی برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د کابل په کرکټ لوبغالي کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ دوام درلود.

په دې سیالیو کې د ګډون لپاره یو شمیر بهرني لوبغاړي هم کابل ته راغلي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید احمد هوتک امریکا غږ ته وویل، چې د کرکټ په لوبغالي کې حالت نورمال دی او د لوبغاړو تر منځ سیالۍ دوام لري.

د دغه ځانمرګي برید مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې منلی نه دی، خو معمولا طالبان دا ډول بریدونه کوي.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG