لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: د مومند ايجنسۍ هلک او جينۍ د غېرت په نوم وژل شوي


د بشري حقونو کمېشن وايي دغه ډول ډېرې پېښې کورنۍ د خپل عزت او غېرت په نوم ښکاره هم نه کړي او د رپورټ کېدو نه پاتې شي.

د کراچۍ په کورنګۍ ابراهيم حېدري علاقه کې د قبايلي سیمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی يو ځوان هلک او پېغله جينۍ د بجلۍ په کرنټ وژل شوي دي.

پولیس وايي دا د غېرت په نوم د وژنو پېښه ده.

د ښار د شاه لطيف ټاؤن د پوليس مشر امان مروت ډيوه ريډيو سره د پېښې په اړه وويل دا پېښه تېره مياشت د ابراهيم حېدري په علي بروهي ګوټ علاقه کې رامنځته شوې وه.

هغه وويل وژل شوې جينۍ بخت تاجه ۱۷ کلنه او هلک ولي رحمان نومېده هغه هم په نزدې دومره عمر کې ؤ، دویې دواړه په ۱۴م اګست د کوره تښتېدلي او بيا یې کور والو په بله ورځ په دې بهانه راغوښتي چې په خوښه ورله واده وکړي.

"په ۱۵م اګست دويې په جرګه کې فېصله کړې ماښام په نهه بجې يې جينۍ په کرنټ وژلې او په ۱۱ بجې يې هلک هم په کرنټ ووژلو".

پوليس افسر وويل د وژل شوې جينۍ پلار حکمت خان او تره خطاب او د هلک پلار افضل خان او تره شېرافضل څلور واړه يې نيولي او جېل ته يې لېږلي دي.

هغه وويل نيول شوؤ کسانو اعتراف کړی چې هلک او جينۍ يې د غېرت په نوم وژلي دي.

وژل شوې جينۍ او هلک د لانډهي شېر پاؤ کالونۍ په هديره کې خاورو ته سپارل شوي او نن يې د عدالت په امر قبرونه سپړدل شوي او د امان مروت په وېنا ډاکټري رپورټ کې هم د دواړو د بجلۍ په کرنټ د وژلو پخلی شوی دی.

د پوليس افسر په وېنا د چا په مشرۍ کې چې د هلک او جينۍ د وژلو جرګه شوې هغه د کراچۍ نه وتلی او پوليس د هغه نيولو هم هڅه کوي.

هغه زياته کړه پوليس ته په خپله څو ورځې وروستو د پېښې په اړه خبر ورکړی شوی او بيا پېښه کې ککړ کسان نيول شوي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو دکمېشن د شمېرې ترمخه تېر کال په ملک کې د غېرت په نوم وژنو ۵۶۱ پېښې رامنځته شوې ۱۶۲ سړي او ۵۲۷ ښځې پکې وژل شوې وې.

راپورونه وايي پاکستان کې د غېرت په نوم د وژنو زياتې پېښې پنجاب کې په دوېم نمبر سندهـ بيا بلوچستان او تر ټولو کمې پېښې په خېبرپښتونخوا کې رامنځته کيږي.

د بشري حقونو کمېشن وايي دغه ډول ډېرې پېښې کورنۍ د خپل عزت او غېرت په نوم ښکاره هم نه کړي او د رپورټ کېدو نه پاتې شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG