لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان کې په زوره د بې درکه کړی شوؤ دپاره هیڅ قانون نشته"


د بشري حقونو د دولتي ادارې مشر ريټائرډ قاضي علي نوازچوهان او د سندهـ څانګې غړې  انيس هارون په ګډه په کراچۍ کې خبريالانو سره خبرې کوي.
د بشري حقونو د دولتي ادارې مشر ريټائرډ قاضي علي نوازچوهان او د سندهـ څانګې غړې  انيس هارون په ګډه په کراچۍ کې خبريالانو سره خبرې کوي.

د پاکستان د بشري حقونو دولتي ادارې ( نيشنل کمېشن فار هيومن رائټس) په ملک کې په زوره د خلکو په بې درکه کولو او په زوره د مذهب په بدلولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اداره وايي پاکستان کې په زوره د بې درکه کړی شوؤ خلکو دپاره هیڅ قانون نشته، په دغه اړوند د ملګرو ملتونو تړون تاييدولو ته اړتيا لري.

د بشري حقونو د دولتي ادارې مشر ريټائرډ قاضي علي نوازچوهان او د سندهـ څانګې غړې انيس هارون په ګډه په کراچۍ کې خبرې غونډې ته په وېنا کې اندېښنه څرګنده کړه چې خلک په زوره بې درکه کولی شي.

هغوي وويل په يو مهذبه ملک کې په زوره د بې درکه کولو عمل نه کيږي او چاته دغه اجازه نه ورکول کیږي، هغوي زیاته کړه پاکستان کې سوال دا نه دی چې په دې کار کې څوک ککړ دي خو دا حقيقت دی چې خلک بې درکه کېږي.

دوي وايي، "څلور کېسونه ورته د اېم کيواېم نسرين جليل ورکړي اوپه وروستيو کې ورته د ۲۰ پورې پېښې د سندهـ صوبې د نورو برخو نه رپورټ شوي دي" .

هغوي وويل دا هغه شمېرې دي چې دوي ته يې په رسمي ډول خبر يا رپورټونه شوي دي، د دوي په وېنا په کراچۍ کې د څلورو بې درکه کسانو مقدمې په عدالت کې روانې دي دوي يې داخله وزارت ته خبر ورکړی او په ځواب کې ورته د دغو کسانو د موجودګۍ او د هغويې نه د تفتيش ويل شوي وو.

خو چوهان وويل اوس ورته د داخله وزارت نه ځواب شوی چې دغه کسان د کومې دولتي امنيتي ادارې سره نشته.

نوموړي زياته کړه پاکستان کې د بې درکه کسانو عدالت موجود دی خو د عدالت اختيار يا واک ډېر محدود دی.

هغه وويل پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره هيڅ قانون نشته او نه يې په دغه اړوند د ملګرو ملتونو تړون تائيد کړی دی، پاکستان کې په امنيتي ادارو د خلکو د بې درکه کولو تورونه لګي او د نړۍ فشار پرې هم سېوا کيږي.

چوهان وويل د داخله وزارت لاندې راتلونکو ټولو امنيتي او استخباراتي ادارو کې دننه داسې تګ لاره پکارده چې د بې درکه کسانو حقيقت په ډاګه کيږي ځکه که ادارې دغه خلک نه پورته کوي نو اصل علت به يې مخې ته راځي چې دا کار بيا څوک کوي.

پاکستان کې د خلکو بې درکه کول او د بشري حقونو اندېښنه

د پاکستان په بېلابيلوبرخو کې وخت په وخت د خلکو په زوره د بې د درکه کولو خبرونه مخې ته راځي اوپه بلوچستان او سندهـ صوبه کې د بې درکه کسانو د معلومولو او خوشي کولو دپاره تحريکونه چلیږي.

په سندهـ صوبه کې داګست په مياشت کې د بې درکه کسانو دپاره تحريک چلوؤنکی پنهل ساريو هم بې درکه شوی دی، راپورونه د عېني شاهدينو لخوا وايي ساريو امنیتي ادارو پورته کړی دی.

پنهل ساريو د جولايۍ په میاشت کې د بې درکه کسانو د معلومولو او خوشي کولو دپاره د حېدر اباد نه تر کراچۍ پورې احتجاجاً پېدل لانګ مارچ يا لاريون هم کړی ؤ.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د بې درکه کسانوپه نړیواله ورځ ۳۰ م اګست باندې خپور کړي خپل بيان کې دخلکو په زوره په بې درکه کولو سخته اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې ؤ په دغسې کولو کې ککړو خلکو سره دې قانوني چلند وشي، او د داسې قوانينو جوړولو دې ډډه وشي چې ادارو ته پکې د خلکو پورته کولو او په پټه د کلونو مودې پورې په بند کې د ساتلو جواز ترلاسه کيږي.

د لږکيو په زوره د مذهب بدلولو شکايت

د د دولتي بشري حقونو د ادارې مشر خبريالانو ته وويل دوي ته دوه نور شکايتونه شوي چې يو د سندهـ صوبې په ترپارکر علاقه کې دهندو مذهب منونکو او بل د کېلاش د خلکو په زوره د مذهب بدلولو دي.

دی وايي، "ترپارکر ته چې مونږ لاړو نو مونږ وليدل چې هلته ډېرې مدرسې جوړيږي او دا نه ده معلومه چې دا څوک جوړوي تړون يې د چا سره دی اودغه خلک څوک دي دويې څه اهداف لري او د مذهبي امورو وزارت په دې هيڅ کار نه کوي".

نوموړي زياته کړه هلته د کرکې د وېناګانو ډک تقريرونه کيږي خلک راپارول کيږي او د هندو لږکۍ ترڅنګ نور اقليتونه په زوره د مذهب بدلول کېدو شکايتونه کوي.

چوهان وويل په زوروه دمذهب بدلولوشکایت ورته د کېلاش قبيلې نه هم شوی دی.

هغه وويل پاکستان بايد د دې دپاره رسمي تګ لاره جوړه کړي چې پکې د عمر او مذهب ترڅنګ ټولې خبرې په ډاګه شي ځکه چې د مذهب بدلولو په عمل کې جينکۍ په دوکه راوستلی شي او ودونه ورسره کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG